Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوارزمي: پاکستان کې د ناامنیو پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ده

دفاع وزارت د ډېورنډ فرضي کرښې هاغاړې د وسله والو پټنځایونه پر نښه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/29

څلور ورځې وړاندې د ډسمبر پر ۲۴ مه پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست په ځینو سیمو هوایي بریدونه ترسره کړل.

 د دغو بریدونو لامل هغه ادعا ګڼل شوې چې وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) هلته پټنځایونه جوړ کړې او په دې برید کې په نښه شول.

عیني شواهد څرګندوي چې برعکس د دې هوایي بریدونو ډېری قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون عام خلک دي.

د افغانستان پر خاوره د پاکستان دغه تېري کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل.

د اسلامي امارت  دفاع وزارت  د پاکستان بریدونو ته د ځواب ورکولو خبر ورکوي او وايي، تېره شپه یې ناوخته یې د خوست علي‌ شېرو ولسوالۍ اړوند سیمو څخه د ډېورېنډ فرضي کرښې هاغاړه سیمو کې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو مرکزونه چې پر افغانستان ترې بریدونه طرحه او پلانېدل، پر نښه کړې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: « له جنوب ختيځ استقامته د فرضې کرښې ها خواته په څو ټکو کې د هغو شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پټنځایونه او مرکزونه په انتقامي بڼه تر برید لاندې نیول شوې چې په افغانستان کې ترې بریدونه تنظیمېدل.»

یو شمېر پاکستاني رسنیو د پاکستان امنیتي ځواکونو له قوله دغه بریدونه تایید کړي او وايي، ۷ تنو نظامیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. خو یو شمېر کورنیو رسنیو بیا په سیمه کې د سرچینو له قوله ویلي، د افغان ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۲۰ تنه پاکستاني عسکر وژل شوې او دوه پوستې یې هم سوځېدلې دي.

د پوځي چارو شنونکي هم د ترهګرو او د ملاتړو پر پټنځایونو دغه ډول بریدونه د اسلامي امارت مشروع حق ګڼي او په خبره یې افغان حکومت باید اجازه ورنه کړي چې پاکستان د افغانستان پر ضد نوې ترلاسه کړې پروژې عملي کړي.

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د ترهګرو په مرکزونو باندې د دفاع وزارت د مجاهدینو ګوزارونه له ټولو نړیوالو قوانینو سره سم زموږ حق دی. له ډېرو کلونو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې پر غاړو پنجاب ترهګریز مرکزونه جوړول، افغانستان ته یې شریر عناصر رالېږل او دا اوس هم د خراسان داعش پروژه د پنجاب د آی.اېس.آی په لاس کې ده او د افغانستان د ورانۍ لپاره کارول کېږي. نه یوازې بلوچستان بلکې د پاکستان د پوځ په نورو اډو کې دغه شریر عناصرو چې له نورو هېوادونو یې راغوښتي دي، د افغانستان د ناامنه کولو لپاره، کارول کېږي.»

پاکستان په ځلونو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) د مرکزونو د شتون ادعا کړې؛ هغه بې اساسه ادعا چې په ځلونو اسلامي امارت رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد او ملت په ضد نه کارول کېږي.

له بلې خوا، پاکستان بیا هم پرافغان خاوره له تېري سره ټول نړیوال قوانین نقض کړې او په هوايي بریدونو کې یې عام خلک په نښه کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « اساسي مساله دا ده چې خپله پاکستان کې یو شمېر داسې پوځي او سیاسي ستونزې شته چې د پاکستان حکومت غواړي د خپلو خلکو پام ترې بلې خواته واړوي. تاسو پوهېږی د بلوڅانو ملي آزادۍ بښوونکی غورځنګ او همدارنګه ټي.ټي.پي په پاکستان کې فعال دي او د دوی  پر ضد وسله واله مبارزه کوي.»

د نړیوالواړیکو شنونکی واحد فقیري وايي: « پاکستان واقعا ً ګوستاخۍ ته ملا تړلې او د افغانستان پر خاوره تجاوز کوي. نو افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان دننه په پنجاب کې د پاکستاني پوځ عمده مرکزونه پر نښه کړي.»

ورته مهال، د المرصاد په نوم یوې ویب پاڼې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې شپې د بریدونو ځینې صحنې خپرې کړي او ویلي یې دي چې د ډنډ پټان ولسوالۍ له خوا د ډېورنډ فرضي کرښې ها غاړه د اوزګوړي په خوش کرم، ټوپ، انځرکي، تبي او کفتان ساحو کې د وسله ‌والو پر مرکزونو او پټنځایونو باندې افغان ځواکونو ساعتونه د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي.

د پاکستان حکومت تر خپلې واک لاندې سیمه کې تر هر برید او امنیتي پيښې وروسته د مسوولیت ګوته افغانستان ته نیولې، خو سرپرست حکومت هر ځل د پاکستان د حکومت او چارواکو ادعاوې رد کړې او هلته یې له ټي.ټي.پي او بلوڅ آزادي غوښتونکو غورځنګ سره جګړې، د پاکستان داخلي ستونزې بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist