د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزرت سرپرست مولوي امیر خان متقي د لومړي ځل لپاره د سوریې د نوي حکومت د بهرنیوچارو له وزیر اسعد الشیباني سره ټیلفوني اړیکه کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، امیر خان متقي په دې اړیکه کې اسعد الشیباني ته د بریا مبارکي ورکړې او د سوريې حکومت د عمومي بښنې او ښې حکومتولۍ دریځونه یې ستایلي او دغه راز یې هیله څرګنده کړې چې افغانستان او سوریه کولی شي تر بل هر وخت ښې منظمې ډيپلوماتیکې اړیکې رامنځته کړي.
تکل په دې اړه وايي: « متقي صاحب دغه راز ښاغلي اسعد الشباني ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ګومارنې له امله هم مبارکي ورکړه او د کامیاب ماموریت هیله یې څرګنده کړه.»
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه راز وایي، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم تمه ښودلې چې د افغانستان او سوریې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي او د دواړو هېوادونو پلاوي له یوه بل سره لیده کاته ولري.
تکل زیاتوي: « د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او د دواړو لورو پلاوي لیده کاته سره ولري.»
د سیاسي چارو کارپوهان د سوریې نوي حکومت سره د اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو پر ګټه بولي او وایي، سرپرست حکومت دې د سوریې په څېر په خپلو سیاستونو کې له نرمښت کار واخلي او د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتني دې ومني، ترڅو نړۍ پرته له کومي پلمې سرپرست حکومت سره رسمي تعامل ته را وړاندي شي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « باید د سوریې له سرپرست حکومت الهام هم واخلو. اسلامي امارت هم د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې برحقې غوښتنې واوري، عمل پرې وکړي او هغه فاصلې چې د اسلامي امارت، نړیوالې ټولنې او افغان ولس ترمنځ رامنځته شوې، له منځه یوسي.»
په داسې حال کې چې سوریه کې د بشار الاسد حکومت د پرځېدو درې اوونۍ پوره کېږي، په یاد هیواد کې نجونې د زده کړو او ښځې د کار کولو اجازه لري.