Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: افغانستان به نور هېڅکله د سیمې او غرب د رقابتونو ساحه نه وي

admin by admin
2021/09/13

افغانستان د جګړې په پړاو کې د امریکا،روسې،چین او په سیمه کې د پاکستان هند ،سعودي او ایران ترمنځ د رقابتونو ډګر و. 

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي  وايي، په تیرو شلو کلونو کې حکومتونه بریالي نه شول،چې د یادو هېوادونو ترمنځ بیلانس په پام کې وساتي او افغانستان د دوی له نیابتي جګړو او سیاستونو څخه خلاص کړي.

 دوی وايي، زیات تمرکز او اتکاء په تېرو دوو لسییزو کې په امریکا وه او زیات امریکایي محوره سیاست پالل کېده.

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي  وايي:« زه فکر کومؤد طالبانو د حکومت بهرنی سیاست به له پخواني حکومت سره توپیر ولري. د تېر حکومت سیاست زیات امریکایي محوره وه، یوه اړخېزه اتکا وه د امریکا متحده ایالاتو کوم بیلانس چې لازم وه، د امریکا او سیمې ترمنځ په مناسب ډول  په پام کې نه وه نیول شوی.»

امیر خان متقي د طآلبانو له اړه خه د بهرنیو چارو وزارت اداره کوي.

هغه چې د بندو دروازو ترشا ه د بهرنیو چارو وزارت کار کوونکو ته ورمعرفي شوی دی، په یو غږیز پیغام کې یې د بهرنیو چارو پرځای په کورنیو مسایلو باندې خبرې کړي او خپله تګلاره یې نه ده روښانه کړې.

اوس مهال د افغانستان په اړه پاکستان د سیمې هېوادونو سره خبرې کوي،چې دې کار پر طالبانو دا نیوکې ډېرې کړي،چې په ریښتیا هم طالبان د پاکستان په متر کې دي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی صلاح الدین سعیدي  وايي:« افغانستان کي داسي حاکمیت راغلی دی، چي د پاکستان منافع په کې دي او دې سره نړیوال جوړ نه دي. طالبان تر اوسه پورې د هغو مناسباتو جوګه نه دي،چې نن او سبا وشي. دلته داسې مسایل شته،چې اوږد بحث ته اړتیا لري،خو قانونیت بشر حقونو باندې تمرکز په کار ده، ترڅو ډاډ ترلاسه شي،چې دلته ترهګري دوام نه شي کولای.»

خو طالبان وایي، د اسلامي امارت پالسي واضح ده،چې د چا په چارو کې نه لاسوهنه نه کوي او نه نور پریږدي.

 طالبانو ډاډ ورکړی،چې افغانستان به هېڅکله د سیمې او غرب هېوادونو لپاره د سیالیو ساحه نه وي.

د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی قاري سعید خوستی وايي:« دلته په سیمه کې د ځینو هېوادونو رقابتونه دي او موږ به هېڅکله په دې رقابتونو کې ونه لوبېږو.زموږ هڅه دا ده،چې افغانستان یو خپلواک هېواد پاتې شي او د سیمې هېوادونو رقابتونو ته ونه لویږي. افغانستان به د چا د تاثیر ګذارۍ ساحه نه وي. افغانستان به د چا د رقابت پالنې ساحه نه وي،چاته به خطر نه وي او دلته به څوک سیالۍ نه شي کولای.»

واک ته له رسېدو مخکې د طالبانو اړیکې له امریکا ضد محوره هېوادونو سره ښې وې،چې روسیه،چین او ایران یې  په سرکې شامل دي. ټینګار دا ده،چې طالبان باید یوه سیاسي اجماع رامنځ ته کړي،داسې یوه اجماع چې د بهرني سیاست اساسي کرښې په کې واضیح وي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist