Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ګاونډیانو له لوري پر نړیوال سټیج د افغانستان استازیتوب اندیښنې راپورته کړي

admin by admin
2021/09/12

د طالبانو له لوري د واک له ترلاسه کولو وروسته د چین، پاکستان او هند په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په تړاو پریکړه کوي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان او سیمه کې د روان او راتلونکي وضعیت  په تړاو له شلو هېوادونو سره ناسته کې پر احتمالي ګواښونو، ننګونو او شته اندېنښو بحثونه وکړل او ټولو هېوادونو په‌ خپل وار غونډه کې خپلې اندېښنې شریکې کړې.

ناسته کې د پاکستان استازي  بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، هېواد یې نه‌ غواړي افغانستان منزوي شي او په وینا یې د دې کار د مخینوي لپاره باید نړۍ ورسره خپلې اړیکې پرې نه کړي.

قریشي زیاتوي:«  زما په  اند، غوره خبره دا ده،چې افغانستان سره اړیکې پر خپل حال پاتې شي،ځکه انزوا ته وړل یې د هېچا پر ګټه نه دي، انزوا ته وړل یوازې او یوازې بدې پایلې درلودای شي او هغه موږ نه غواړو. دا کار نه د افغانستان او نه د سیمې لپاره غوره ثابت کېدی شي.»

بل لور ته هند هم د استرالیا په ګډون له یو شمیر هېوادونو سره په ناسته کې اندېښنه ښودلې ده،چې د طالبانو واکمني به نورو ترهګرو ډلو ته لار پرانیزي،چې سېمه کې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ټینګار کړی دی، چې د افغانستان خاوره نباید د نورو پرضد وکارول شي.

شنکر زیاته کړې:«افغانستان باید چاته اجازه ور نه کړي،چې د هغوی له خاورو په استفاده نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ ګواښ جوړ کړي.»

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې مارېز پاین  بیا ويلي، نړیوالو ټولنو ته اوس مهال اندیښنه همدا ده،چې افغانستان د ترهګرۍ د روزنې پر مرکز بدل نه شي.

مارېز پاین  زیاته کړې:«موږ خپله ټوله هڅه کوو،چې د دې کار مخه ونیسو،ترڅو افغانستان  یو ځل بیا د ترهګرو د روزنې پر مرکز بدل نه شي. هغه باید په پټنځای هم بدل نه شي. دا د نړیوالو  اندیښنه هم ده.»

د ګاونډيو هیوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري پر نړیوال سټیج د افغانستان د استازیتوب په تړاو اندیښنې داسې مهال زیاتیږي،چې د یو شمیر راپورونو پر بنسټ، پرون په پاکستان کې د افغانستان په تړاو د پاکستان په کوربتوب له ګاونډیو هېوادونو سره امنیتي ناسته ترسره شوې ده.

دغه پرلیکه ناسته داسې مهال جوړېږي،چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې یوه میاشت پوره کېږي او سرپرسته کابینه یې هم اعلان کړې،خو تراوسه پورې یوه  هېواد هم افغانستان کې حاکم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist