Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کډوالۍ اړوند نړیوال سازمان: له تېرې مياشتې راهېسې له افغانستانه ۴۰ سلنه مهاجرتونه زيات شوي

admin by admin
2021/09/12

افغانستان کې د کډوالۍ اړوند يو نړيوال سازمان د مالوماتو له مخې،له اګست مياشتې راهېسې د تېر کال همدې مودې  پرتله، د قانوني او غير منظمو مهاجرتونو کچه نږدې دوه برابره زیاته شوې،چې ډېری برخه يې د ايران او پاکستان په پولو اوړي.

د یاد سازمان په خبره،فقر، جګړه او راتلونکی نامالوم برخليک د مهاجرتونو اصلي لاملونه ګڼل دي.

د کډوالۍ اړوند یو نړیوال سازمان د راپور یوه برخه:« له اګست مياشتې راهېسې منظم او غير منظم مهاجرتونه ۴۰ زيات شوي،چې اصلي لاملونه يې فقر، جګړه او نامالوم برخلیک دی.»

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره سم امريکا له افغانستانه تر سلو زرو زيات افغانان اېستلي او ډېر نور د پلي تګ هوډ لري،چې په لارو کې له سختو ستونزو سره هم مخ کېږي، چې دې چارې د بشر حقونو بنسټونه او د مهاجرتونو او کډوالۍ اړونده ادارې یې اندېښمنې کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي:« هغه هېوادونه،چې وروستۍ څلوېښت کلنه جګړه کې د افغانستان دخيل وو اوس دې په خپلو پولو کې د افغان کډوالو سره ناسم چلن نه کوي. له افغانانو هم غوښتنه لرم،چې بايد له قانوني لارو لاړ شي.»

تلونکي کډوال د جمهوريت په وروستيو اونيو او د امارت په لومړيو کې په تېرو شلو کالونو کې زيات ښودل کېږي،په داسې حال کې چې اروپا سره نښلېدونکې زياتره لارې بندې او تر سختې څارنې لاندې دي.

مدني فعال خالد هوتک  وايي:« ډېری ځوانان د فقر او نامالوم برخلیک له ا مله هېواد پرېږدي او په سختو لارو له هېواده وځي.»

زياتره اروپايي هېوادونه په دې هڅه کې دي،چې له افغانستان څخه د تلونکو کډوالو مخه د افغانستان په ګاونډ کې ونيول شي او په همدې موخه ترکيې له ايران سره پر پوله ديوالونه جوړ کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist