Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نیمروز کروندګر د اوبو کمښت اندېښمن کړي

د نیمروز کروندګر د اوبو کمښت اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/26

۷۰ کلن سورګل د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکی له تېرو ۳۰ کالو راهیسې پر کرنه بوخت دی.

نوموړی وايي، په دې عمر کې د ۱۹ کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی دی او د کرنې له لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي.

د سورګل په خبره، سږ کال د اوبو کمښت له امله د خپلو فصلونو حاصلاتو ته اندېښمن دی.

دی وايي، د اوبو کمښت د هغه کرنیزو ځمکو ته زیان اړولی او که همداسي دوام وکړي، له سختو ستونزو سره به مخ شي.

کروندګر سورګل وايي: « په کورنۍ کې ۱۹ کسه لرم او سرپرست یې هم زه یم، بل څوک نه شته. ما دغه ځمکه تېر کال وکرله او له ۱۵۰ تر ۲۰۰ زرو افغانیو مې مصرف پرې وکړ، خو والله کې یې لس افغانۍ راجوړې کړې وي. همدا اوس مې اړولې ده او د نوي کښت لپاره مې چمتو کړې، که اوبه راغلې خو یو کښت به وکړي که نه هېڅ. دا نوره خو تاسو دا دی ګورئ، جوار مې پرې کرلي وو، یوازې یوځل مې اوبه کړې دي.»

همدارنګه، د نیمروز ولایت کورندګرغوښتنه کوي چې د کمال خان بند اوبه د لشکري نهر ته خوشې شي، ترڅو کروندګر خپلې کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.

د محمد قاسم په نوم کروندګر وايي: « موږ اوبه غواړو، که په کمال خان بند کې اوبه وي راخوشې یې دې کړي؛ ترڅو خلک غنم او نور کښتونه وکري. اوبه نه شته، ځمکې وچې کلکې دي او خاورې بادېږي. که اوبه راشي، خلک به غله او سبزیجات وکري او هرڅه به پرېمانه شي.»

په ورته وخت کې، د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي، اوس مهال کمال خان بند کې د نیمروز ټولو کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره کافي اوبه نه شته، خو په خبره یې بیا هم په راتلونکو ورځو کې به د کمال خان بند څخه اوبه د لښکري نهر ته پرېښودل شي، ترڅو د کرنې برخه کې د کروندګرو د اوبو کمښت ستونزه حل شي.

د نیمروز والي محمد قاسم خالد وايي: « د هلمند ولایت ولسونه اوس مهال تقریبا ً له اوبو خودکفا شوې او کښتونه یې کړې دي. موږ د هلمند له والي سره خبره وکړه چې اوبه دېخوا راخوشې کړي. اوبه را روانې دي او په کمه فاصله کې تقریبا ً کمال خان بند ته رسېدلې دي. کله چې د کمال خان بند ته اوبه راشي، په لشکري نهر کې به یې راخوشې کړو، یوه او بله خوا چې کومې ځمکې دي، هغه کولی شي ترې ګټه واخلي او خپلې ځمکې خړوبې کړي.»

د کروندګرو په خبره، تېرو څو کلونو کې  د وچکالیو له امله یې سخت زیان لیدلی او دې برخه کې د سرپرست حکومت او مرستندویو بنسټونو جدي لاسنیوي ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist