Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: که حالت همدا شان دوام وکړي، افغانستان به له اقتصادي بحران سره مخ شي 

admin by admin
2021/09/12

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره دخلکو اقتصاد کمزوری شوی، بې‌وزلي زیاته شوې او داقتصادي بحران درامنځ ته کیدو په تړاو اندیښنې زیاتې شوي دي.

له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې مرکزي بانک فعالیت بند دی، اقتصادي پروژې په ټپه ولاړې دي او په بازارونو کې کار بار هم راکم شوی دی.

د اقتصاد چارو یو شمېرر پوهان وايي، د بحران مخنیوي لپاره د خصوصي سکتور او بانکونو په بیا فعالولو ټېنګار وکړ.

دوی وايي،طالبان دې د نړیوالو مرستو جلبولو لپاره هغوی ته قناعت ورکړي،چې هېواد له ناورینه وژغوري.

د اقتصادي چارو پوه عبدالقادر جیلاني وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان اقتصادي وضیعت د اندیښنې وړ دی. اقتصادي رشد مو منفي صفر ته راښکته شوی دی، د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه لوړه شوې، پراختیايي سکتور پر ټپه ولاړ دی. د ځینو ملي پروژو کارونه درېدلي دي،چې دا کولای شي په اقتصادي وضیعت ناوړې اغیزې ولري.»

د اقتصادي چارو پوه عبدالجبار ساپی  وايي:« ترڅو،چې بانکونه خلاص نه شي او خلک خپلې پیسې وانخلي راکړه ورکړه ونه شي،  د خامو موادو اخېستلو لپاره بهر ته پیسې لاړې نه شي، که وضیعت همداسې وي، نو د دې وېره شته،چې حکومت او خلک به له سخت حالت سره مخ شي.»

خو اسلامي امارت بیا ډاډ ورکوي،چې افغانستان به داسې حالت سره نه مخ کېږي،چې افغانان له اقتصادي بحران سره مخ شي.

طالبان وايي،دوی له نړۍ او سیمې سره خبرې پيل کړي او په ځينو مواردو کې هوکړې ته سره رسېدلي دي.

داسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی قاري سعید خوستی وايي:« په لنډه موده کې به  ستر اقتصادي تحولات رامنځ ته شي،ځکه اسلامي امارت له نړۍ او  د سیمې یو شمیر هیوادونوس سره د اقتصادي راکړې ورکړې په برخه کې ځینې تفاهماتو ته رسیدلي دي. افغانستان به داسې حالت ته نه رسیږي،چې دلته اقتصادي بحران رامنځ ته شي،ځکه د افغانستان جیو پولوتیک موقیعت داسې دی،چې څومره افغانان نړۍ سره اړیکو ته اړتیا لري نو نړۍ یې هم له افغانستان سره.»

اقتصاد پوهان بیا له دغه وضیعته د وتلو لپاره طالبانو ته ځينې سپارښتنې هم لري.

د اقتصادي چارو پوه  عبدالقادر جیلاني وايي:« که اسلامي امارت غواړي،چې هېواد له اقتصادي بحران سره مخ نه شي،نو باید له بانکي سیسټمه ټول محدویتونه لرې شي، د شرکتونواو انفرادي حسابونو باید خلاص شي،ترڅو د پیسو راکړه ورکړه،په ازادانه ډول وکړي،چې ورسره د پلور او پیر کچه هم لوړه شي.»

د اقتصادي چارو پوه عبدالجبار ساپی وايي:« یوازې امنیت بسنه نه کوي، خلک کار غواړي ډوډۍ غواړي،دې موخې ته د رسېدو لپاره باید هغه برخې ترکار لاندې ونیول شي،چې اړتیا ورته لېدل کېږي او خصوصي سکتور ته رشد ورکړل شي.»

د نړۍ له لوري د افغانستان رسمیت پیژندو بحث ، له افغانستانه د اروپايي او سیمې هېوادونو سفارتونو وتل،په نړیوالو بانکونو کې د افغانانو د ملیاردونو ډالرو کنګل هغه څه دي،چې افغانستان کې یې د اقتصادي وضعیت احتمال زیات کړی او نړۍ یې اندېښمنه کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist