Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالباقي حقاني: ټول دولتي پوهنتونونه به بېرته ژر پيل  شي

admin by admin
2021/09/12

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي،دا مهال د بودېجې په برابرولو او د  تخنیکي ستونزو پرحل کار روان دی او په خبره یې د ستونزو تر حل وروسته به په یوه اوونۍ کې ټول دولتي پوهنتونونه بېرته  پرانېستل شي.

دوی وایي، هغه مضمونونه چې پخواني وي او له  اوسني عصر سره سمون نه خور، هغه به لرې او پر ځای به یې نور مضامین رامنځته کړي،چې د وخت اړتیا وي.

حقاني وايي:« له دولتي پوهنتونونو سره ناستې روانې دي او هغه ستونزې ، د بیلګې په ډول،بودیجه برابرول او یا نور مسایل چې دا تیاری وشي، نو بیا به د پوهنتونونو د شروع نېټه اعلان شي .هغه به بیا ان شاءالله له  اوونۍ  زیات وخت ونه نیسي بلکې په کمه موده کې به اعلان شي.»

 حقاني وایي، نجونې به په اسلامي حجاب کې زده کړې کوي او په خبره یې په کور دننه زرګونه ښځینه استادانې شته،چې تدریس وکړي.

 هغه وایي، د استادانو برخه کې کمی نه شته او که اړتیا پیدا کېږي،هغه افغان استادان به راوغواړي او زمینه به ورته برابره کړي،چې بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي.

حقاني زیاتوي:« هغه علمي کادرونه،چې موږ یې په بهر کې لرو او افغانان د، هغوی ښې تجربې لري. د هغوی له تجربو څخه به د افغانستان په ابادولو کې استفاده وشي. دلته به ورته زمینه برابره شي،چې هغوی به راشي او د خپل هېواد په ابادۍ کې به مؤثر رول ولوبوي.»

سرپرست وزیر وویل د کمیت پر ځای به کیفیت ته ترجیح ورکړي او د اسلامي ثقافت مضمون کرېډټ به زیات کړ، چې په وینا یې تیر حکومت کې ورته چندان پاملرنه نه ده شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist