Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د پاکستان برید بې ځوابه نه پرېږدو

د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د پاکستان برید بې ځوابه نه پرېږدو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/26

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پکتيکا په برمل ولوسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بريد کې پر مرګ ژوبلې سربېره یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوې دي.

ملي دفاع وزارت بیا د پاکستان بريد غندلی او ورته د ځواب ويلو ګواښ تر څنګ يې دا د پاکستان يوه “وحشيانه” کړنه بللې ده.

 دغه وزارت د خپلې خاورې او حریم دفاع د افغانستان حق بولي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت ‌الله خوارزمي وايي: « په دې بمبار کې ملکي وګړي چې ډېری یې د وزیرستان مهاجر دي، تر هدف لاندې نیول شوې او په کې یو شمېر ماشومان او نور ملکي وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي. د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل او ښکاره تېری ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي. پاکستاني لوری باید پوه شي چې دا ډول خپلسري ګامونه هېڅ یوه ستونزه نه شي هوارولی. اسلامي امارت به دغه بزدلانه عمل بې ځوابه پرېنږدي بلکې له خپلې خاورې او حریم دفاع خپل مسلم حق ګڼي.»

که څه هم د پاکستان حکومت يا پوځ په رسمي ډول د دې بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو اسوشیتید پرېس خبري آژانس په یوه راپور کې د پاکستان ۴ امنیتي چارواکو له قوله د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، د دوی ځواکونو د افغانستان په خاوره کې دننه د هوايي بریدونو پرمهال د پاکستاني طالبانو د روزنې مرکزونه ویجاړ کړې دي.

دغو چارواکو ادعا کړې چې بريدونو کې يې د روزنې یو مرکز ویجاړ کړی او له پاکستاني طالبانو سره تړلي څو مهم قوماندانان یې له منځه وړي دي.

بله خوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي په يوه پيغام کې د پاکستاني پوځیانو دا بریدونه غندلي.

کرزي زیاته کړې: « د پکتيکا پر ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو بريدونه په کلکو ټکو غندم او دا د افغانستان پر ملي حاکميت ښکاره تېری بولم. د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې ترينګلتيا په سیمه کې د افراطيت د پياوړتيا او د افغانستان کمزوري کولو لپاره د پاکستان ناسمو سياستونو پايله ده.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په غبرګون کې ويلي، دا بريدونه ښايي د سرپرست حکومت له ځواب سره مخ شي.

هغه زیاته کړې: « د جګړې پر ځای دواړه هېوادونه داسې یوې هوکړې ته اړتیا لري چې دا مشخصه کړي چې ترهګري د افرادو یا ډلو له خوا د یو بل د امنیت ګواښلو لپاره ونه وکارول شي او غاړه ورته کېږدي. د پاکستان سفير تيار په کابل کې دی، خو آيا جنرال منير به اجازه ورکړي چې دغه مذاکرات پيل شي؟.»

پخواني ډيپلوماټان هم پر پکتيکا بريد د افغانستان پر حريم د ټولو اصولو خلاف عمل بولي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخوانی سفير عبدالسلام ضعیف وايي: « د پاکستان مستبد نظامي دیکتاتوري د بېګناه معصومو افغانانو په نښه کولو سره غواړي چې په خپل ملت کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي بې ثباتۍ او د خلکو پر دوی باندې له بې باورۍ پام بل اړخ ته واړوي.»

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي: « په خواشینۍ سره پاکستاني چارواکي او په ځانګړې توګه پوځیان چې سیاسي او نظامي او د پالیسۍ جوړونې ټول واک او اختیار ورسره دی، د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی چلن کوي. له یوې خوا راځي استازی معرفي کوي او د دوستۍ او همکارۍ خبرې کوي، خو له بلې خوا پوځي حملې کوي. دغه کار علاوه پردې چې د بشري او انساني حقونو خلاف عمل دی، د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل هم دی. هېڅ هېواد حق نه لري د بل هېواد پر حریم او خاوره حمله وکړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره بمباري کوي.

 د روان ۲۰۲۴ کال په مارچ مياشت کې هم سرپرست حکومت ويلي وو چې پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې “د ملکي خلکو پر کورونو” بمبارۍ کړې او دوی په ځوابي عمل کې يې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پوستې ووېشتلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist