د نوماندانو ایتلاف د سې شنبې په ورځ حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو ته خبرداری ورکړ.
د نوماندانو لوی ایتلاف خبرداری ورکړ که غوښتنې یې ونه منل شي، ولسمشریزې ټاکنې به تحریم کړي او د ټاکنو کمېسیونونه به وتړي.
دغه ایتلاف چې تازه جوړ شوی، ټینګار کوي چې د پارلماني ټاکنو پاکې او نا پاکې رایې دې سره بېلې او خلکو ته دې تضمین ورکړي.
د نوماندانو ایتلاف د رای شمېرنې په اوسنۍ پروسې هم بې باوره دی او ټینګار کوي چې یوازې بایومتریک رایو ته دې اعتبار ورکړل شي.
د نوماندانو اتیلاف مشر خواجه محمد شفیق وايي که حکومت او کمېسیونونه یې غوښتنې ونه مني، ولسمشریزې ټاکنې تحریم کوي او د لویو لارو تر څنګ د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې تړي.
دغه ایتلاف کې سلګونه نوماندان را یو ځای شوي، خو وايي مبارزه یې د پاکو او تقلبي رایو بېلولو لپآره ده.
که څه هم د ټاکنیزو کمېسیونونو په ګډه پرېکړه کې له بایومتریک پرته رایې هم د اعتبار وړ بلل شوي، خو دا ایتلاف ټینګار کوي چې له بایومتریک پرته رایې دې باطلې شي.
اوس ټاکنو کمېسیون د بیا رایې شمېرنې پروسه پیل کړې چې د قوس تر دویمې نېټې لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د نوماندانو ایتلاف باور لري چې لومړنۍ پایلې به هم له درغلیو ډکې وي.
په ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو او په ټاکنو د څار بنسټونو هم نیوکې دي چې پاکې او تقلبي رایې به بېلې نه کړي.
ټاکنو کمېسیون بیا ستونزې مني خو ټینګار کوي چې د شفافیت لپاره دې نیوکه کوونکي دوی ته اسناد وړاندې کړي.