که څه هم وروستیو دوه اونیو کې متحده عرب امارتو، بحرین، پاکستان، او قطر له افغانستان سره د خوراکي او نورو توکو مرسته کړې،خو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي،دغه مرستې کمې دي.
دوی وايي، میلیونونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ترسره شوې مرستې د لس سلنه اړمنو ستونزې هم نه شي حل کولای.
د ا قتصادي چارو شنونکی میرویس حاجي زاده وايي:« دا مهال افغانان له سترو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دغه شوي مرستی نه شي کولای، د افغانانو ستونزه حل کړي،ځکه افغانان له بې کاری سره مخ دي.»
ځیني نور بیا وايي، د دې ترڅنګ،چي شوي مرستي د افغانانو لپاره بسنه نه کوي، بلکې په ټول هېواد کي کاروبار پر ټپه ولاړ دی او ان سوداګر هم نه شي کولای خپل کارونه مخکي یوسي.
د اقتصادي چارو شنونکی نجیب عرب زاده وايي:« موږ له نړیوالو څخه غواړو،چي له افغانانو سره مرستی وکړې،ځکه ټول کارونه پر ټپه ولاړ دي.سوداګرو هم ټول خپل کارکوونکي ځواب کړي،ځکه اقتصادي ستونزي زیاتي شوي.»
طالبان هم پر نړیوالو غږ کوي،چې له افغانانو سره اقتصادي او بشري مرستي وکړي او په افغانستان کې د انساني ناورین مخنیوی وکړي.
د اسلامي امارت د مطبوعاتو برخې غړی بلال کریمي وايي:« موږ پر ټولو نړیوالو غږ کړی،چې له افغانانو سره مرسته وکړي،ځکه افغانان له ستونزو سره مخ دي او زموږ در وازه د مرستو لپاره پرانیستي ده.»
تردې مهاله پوري د متحده عرب امارتو،بحری، قطر او ځېنو نورو هېوادونو له لوري د شااوخوا ۲۵۰ ټنه خوراکي توکو او درملو مرسته شوې او د چین د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې،چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د څه باندې دېرش میلیونه ډالرو پر ارزښت د خوراکي او طبي مرسته وکړي.
په افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ سره لسګونه زره کسان بې روزګاره شوي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا مهال اتلس میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.