Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندز: ښاروالۍ له ښاره د موانعو ټولولو او ښار پاکولو کمپاین پيل کړی

admin by admin
2021/09/11

د کندز ځایي مسوولین وايي، د ښار پاکونې لپاره څو ګروپونه هم مهاله ګومارل شوي،ترڅو له یوې خوا د ښار کثافات ټول او  بلې خوا ته هغه کانکریټي دیوالونه له لارو پورته کړي، کوم چې د تېر حکومت له خوا حکومتي ادارات پرې پوښل شوي وو .

د ښاروالۍ کارکونکي که څه هم د تېر وخت پرتله زیات کار کوي،خو خوښ دي او وایې، تنخواوو  سربېره یې د اضافه کار پیسې هم تر لاسه کړي دي.

د ښاروالۍ یوتن کارکوونکی وايي:«موږ له اسلامي امارته خوښ یو. موږ ته یې تنخوا سربېره هغه اضافه پیسې هم راکړي، کوم چې موږ له ټاکلي وخت زیات کار کوو . موږ خوښ یو.»

د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی وايي:« اوس زموږ ټول حقوق راکول کېږي.موږ خوښ یو. په تېر حکومت کې به ښاروال زموږ دغه پیسې په خپل وخت نه راکولې، آن د ۷ میاشتو اضافه کاري پیسې مو پاتې وې. موږ اوس په شوق کار کوو.»

اخوا یو شمېر نور بیا  وایي، پخوا فساد او مصارف زیات وو،خوخو اوس فساد نشته مصارف کم دي او دوی د زړه له تله کار کوي او په خبره یې له  خپلې دندې خوښ دي.

د ښاروالۍ یو تن کارونکی وايي:« موږ له فعلي حکومت او له خپل کار راضي یو.موږ به ډېر ژر د کندز ښار ټول کثافات ټول کړو او ټاکلي ځای ته به یې ولېږدوو.»

د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی وايي:« نه کومه خبره شته.  کومه ستونزه نه شته . دغه مسوول دی راځي او موږ ته دنده سپاري او  خپله دنده پرمخ وړو. ښاروال موږ ته هم معاش او هم مکافات راکوي.»

کندز کې د ښاروالۍ د تنظیف مسوول هیبتي بیا د ښار په پاکۍ کې د خلکو رول مهم بولي او وایې تر دې دمه یې ټولې بندې لارې خلاصې کړي، د ټول ښار کثافات به هم پورته کړي،خو په دې برخه کې له خلکو مرسته غواړي

د کندز ښار چې شااوخوا دوه میاشتې د جګړو تود سنګر وو،ښار هم په بې ساري ډول ککړ شوی وو،خو تازه طالبانو ددغه ښار پاکۍ ته مټې رانغښتې او تر ډېره حده یې اصلاحات راوستي خو مسؤلین وایې که خلک ورسره مرسته وکړي او د خپلو کورنو کسافات ټاکلو ځایونو کې واچوي ددوي کارو کې به لا آسانتیا راشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist