د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هټیو زیاتېدونکو کرایو او د برېښنا لوړو بېلونو له امله هټۍ وال شکايت کوي چې د دوی کاروبار يې اغېزمن کړی.
دوی زیاتوي، د يادو ستونزو له امله یې کاروبار کمزوری شوی او نور یې د دوام توان نه لري.
هټۍ وال روحید په دې اړه وايي: « د دولتي او جنراټوري برېښنا په یو کیلو واټ کې ۳۰ افغان توپیر دی، ځکه هغه په ۱۳ او دا په ۴۳ افغانۍ ده. بله خبره دا ده چې هر کال په موږ باندې له ۱۰ تر ۴۵ زرو پورې کرایه جګيږي.»
هټۍ وال خېر محمد وايي: « په دې نږدې ورځو کې زموږ د مارکېټ مالک تقریبا ً ۳۰ سلنه کرایه زیاته کړه. زموږ څو مشکلات دي، د دوکاندارانو په قراردادونو کې د حقوقو تحفظ نه شته، کرایه زیاتوالی لري، موږ نه شو کولی دا موجوده کرایه ورکړو. په ډېر احترام سره د ملک د موجوده نظام له مشرانو غوښتنه کوو چې په دې اړه سنجده اقدامات وکړي، ترڅو زموږ مشکلات کم شي.»
ننګرهار کې د هټۍ والو او اصنافو خونې مسوولین هم مني چې اوس مهال هټۍ وال له دغو ستونزو کړېږي خو ډاډ ورکوي چې د حل په برخه کې به يې عملي ګامونه واخلي.
د ننګرهار اصنافو او هټۍ والو خونې رئيس باز محمد ځوانمل وايي: « موږ دا موضوع بار بار د ولایت له مقام سره شریکه کړې او له هغې خوا ډاډ هم راکړل شوی. موږ بار بار د دوکانونو له مالکانو سره ناسته کړې چې د کاروبار په نسبت کرایې ډېرې جګې دي چې باید له رحم کار واخلي، ترڅو دغې لویې ستونزې ته د حل لارې پیدا کړو.»
ځوانمل زیاتوي، د برېښنا د لوړو بېلونو په تړاو یې هم له برېښنا ریاست سره په همغږۍ پر یوې کړنلارې کار پیل کړی او دغه ستونزه به هم ژر تر ژره حل شي.
باز محمد ځوانمل په دې اړه وايي: « د خلکو ستونزه پر ځای ده خو موږ په دې هڅه کې یو چې په دې اړه یو قاطع تصمیم ونیول شي، ترڅو د قیمت په اړه د برېښنا ستونزه په نارمل توګه د دوکاندارانو له وس سره سم، تعیین کړو.»
جلال اباد ښار کې هټۍ وال د کرایو له لوړو بیو او برېښنا لوړو بېلونو داسې مهال شکایتونه کوي چې جلال اباد ښاروالۍ په یوه تازه ګام کې د ښار له بېلابېلو سیمو فلزي غرفې راټولې کړې او اوس مهال هټیو ته د خلکو اړتیا تر پخوا زیاته شوې.