Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سعودي عربستان کابل کې خپل سفارت پرانیست

سعودي عربستان کابل کې خپل سفارت پرانیست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/24

په هېواد کې له وروستي سیاسي تحول او د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته، له څو محدودو هېوادونو پرته د سعودي عربستان په ګډون ټولو هغو هېوادونو خپلې سفارتي چارې وځنډولې چې له دې وړاندې یې کابل کې پرانېستي سفارتونه لرل.

په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې یو شمېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانېستل چې وروستی هغه يې سعودي عربستان دی.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د یکشنبې په ورځ(د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۲) یې خپلې سفارتي چارې د سعودي عربستان د تمایل له مخې او افغانانو ته د خدماتو وړاندې په موخه بېرته پيل کړې.

سفارت زیاته کړې: « د سعودي عربستان شاهي دولت افغانانو وروڼو ته د ټولو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د تمایل له مخې، پرېکړه وشوه چې د سعودي عربستان استازولۍ په کابل کې خپل فعالیتونه د ۲۰۲۴کال د ډسمبر له ۲۲مې بېرته پیل کړي.»

د بهرنیو چار وزارت د سعودي عربستان له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ، دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د افغان مسافرو د ستونزو هواري لپاره مهم ګام بولي.

د دې ترڅنګ، یاد وزارت مقابل لوري ته د پوره خوندیتابه او ورسره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا‌ احمد تکل وايي: « کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانیستلو هرکلی کوو او ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په ټولو چارو کې همکار وي او د هغوی خوندیتوب ته به ډېره پاملرنه کوي. دغه راز، موږ خوشبین یو چې د دوی د سفارت بیا پرانیستل به د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي او دغه راز به وکولی شي چې په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو مشکلاتو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او هغوی ته په ښه ډول تسهیلات چمتو شي.»       

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، هېوادونو له یو بل سره سفارتي او ډېپلوماټیکې اړیکې دوه ‌اړخیزو تعاملاتو او اړتیاو ته په کتو ساتي او همدې ګډو ګټو ته په کتو، دغه اړیکې ځینې وختونه له بدلونونو سره مخامخ کېږي.

دوی په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانیسته په دې هېواد کې د مېشتو افغان مسافرو د ستونزو هوارولو ترڅنګ، د سیاسي تعاملاتو د پراختیا لپاره اړین ګام ګڼي.

د پوهنتون استاد فېض‌ محمد ځلاند وايي: «سفارتونه تر ډېره بریده پورې د دوه اړخیزو تعاملاتو، اړتیاوو او ډیپلوماټیکې راکړې ورکړې لپاره پرانېستل کېږي. کله چې هېوادونه په ځینو نورو هېوادونو کې د ګډون همکاریو، ګډو ګټو او د خپلو ملي ګټو د تأمین لپاره هلې ځلې کوي، دوی کوشش کوي په کوربه هېواد کې خپل سفارت پرانیزي، خپل ډیپلوماټان واستوي، ترڅو وکولی شي خپلې ملي ګټې خوندي کړي.»

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي: « په ټوله کې یوه غټه لاسته راوړنه ده؛ ځکه سعودي عربستان دغه اقدام وکړ او اوس به نور عربي هېوادونه او حتا د نړۍ ۵۷ اسلامي هېوادونه هم دېته هڅول کېږي چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او دا کار د افغانانو پر ګټه دی. په ځانګړې ډول سعودي مېشت افغانان چې ځي راځي، دغه راز د سوداګرو لپاره، د نړیوالو مرستو لپاره او د نړیوالو د هڅولو لپاره ډېر مهم دی. دغه شان افغانستان کېدای شي له نړیوالې انزوا بچ شي.»

سعودي عربستان داسې مهال په افغانستان کې خپلې سفارتي چارې بېرته پیلوي چې د ۲۰۲۳زېږدیز کال له فبررۍ وروسته یې په کابل کې خپل سفارت او کونسلي چارې وځنډولې، که څه هم خپلې کونسلي چارې یې د همدې کال په نومبر کې بېرته پیل کړې.

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، اسلامي امارت دا مهال له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې لري چې له دې ډلې یې یو شمېر کابل کې پرانیستي سفارتونه هم لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist