ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له نږدې دولس زرو شکایتونو څخه په شاوخوا یو نیم زرو تصمیم نیولی او له دې ډلې ۱۱۹ یې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تراوسه د ۱۷۴ محلونو رای د شکایتونو په اساس باطلې اعلان کړي دي.
هغه څوارلس کسان هم له دندو لیرې شوي چې له اسنادو سره یو ځای پرې شکایتونه ثبت شوي و چې د رای اچونې پروسه کې یې لاسوهنه کړې وه.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته د رای اچونې پیچلې او دوه ډول پروسې کار سخت کړی، خو بیا هم توانیدلي چې له نږدې دولس زره شکایتونو څخه په یو نیم زرو یې تصمیم ونیسي او و یې څېړي.
په ثبت شویو شکایتونو کې ځينې یې څارنوالۍ ته معرفي شوي چې په تړاو یې پریکړه وشي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له اسناد او شواهدو تر څېړلو وروسته تراوسه د نږدې دوه سوه محلونو رای باطلې اعلان کړي او ځینې نور محلونه هم د قرنطین له ګواښ سره مخ دي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په پام کې لري چې تر دریم د قوس پورې ټول شکایتونه وڅېړي او پایلې به یې له ټاکنو کمېسیون سره شریکې کړي، خو د ټاکنو کمېسیون د قوس دویمه نیټه د پایلو د اعلان لپاره ټاکلې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ځینې شکایتونه له ولایتونو راغلي چې په مرکز کې بیا وڅېړل شي، کمېسیون دغه راز خبر ورکړ چې ۱۴ کسان یې له اسنادو او شواهدو سره له دندو لیرې کړي چې د رای اچونې په ورځ یې پروسه کې لاسونه کړې.