Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابینه اعلان شوې، خو تر اوسه کومه رسمي ناسته نه ده شوې

admin by admin
2021/09/09

طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې، خو له تېرو دوو ورځو راپه دې خوا کابینې کومه رسمي ناسته نه ده رابللې،یوازې د یو څو وزارتونو وزیرانو له کومې لوړې پرته پر خپل کار پیل کړی دی.

 د طالبانو په کابینه کې یو شمېر سرپرست وزیران د امریکا او ملګرو ملتونو په تورلیست کې هم شامل دي.

د امنیتي ارګانونو وزیرانو د بندو دروازو ترشاه  کار پیل کړی دی.

د خلاصون لارې شورا  مشر سید اکبراغا وايي:« ټول کابل ته راغلي دي، د باندې نه شته عمومي جلسه تر اوسه مالومه نه ده، فکر کوم،چې وبه نه شي.  طالبان به کوښښ وکړي چې د تور لیست موضوع حل کړي، خو کېدای شي،هغه کسان چې تور لیست کې شامل دي چېرته لاړ نه شي.»

طالبانو د تورلیست په تړاو یوه خبرپاڼه  کې په امریکا نیوکې کړي دي، چې د دوحې له هوکړې یې سرغړونه کړې ده،هغه هوکړه چې طالبانو سره ژمنه شوې وه،چې د دوی د مشرانو نومونه به له تورلیسته لېرې کېږي.

د سیاسي چارو تحلیل کووني وايي، اوس یې له طالبانو غوښتنه دا ده،چې کابینه کې هغه کسان شامل نه کړي،چې تورلیست کې شامل دي،چې په وینا یې کېدای شي د حکومتولۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:« طالبانو ته مشوره دا ده،چې هغه کسان چې د نړیوالو په تورلیست کې شامل دي،کابینه کې ځای ورنه کړي، ځکه دوی ته نړۍ متوجې ده او د دوی اعمال ګوري.»

د طالبانو له لوري کابینه هم  ملاتړ او مخالفت دواړو سره مخ ده.

یو شمېر کارپوهان بیا د تورلیست مسله حل کېدونکې بولي،خو تمه او غوښتنه یې دا ده،چې خلکو ته باید خدمات وړاندې شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی نصیر اخترزوی  وايي:«  د کابینې غړي تورلیست کې دي، دا یوه زړه مسله ده. طالبان اوس واکمن دي او په افغانستان باندې دا د دوی کار دی،چې څوک کابینه کې راولي،خو خلک خدمت ته اړتیا لري.»

په همدې حال کې طالبانو ویلي،چې نوې کابینه سرپرسته ده او په دې اړه دې خلک هېڅ تشویش نه کوي،خو دا څرګنده نه ده،چې دا موده به ترکومه وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist