Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د انګورو بڼوال: د ابجوشو انګورو حاصلات زیات شوي 

admin by admin
2021/09/09

په کندهار ولایت کې یو شمېر بڼوال وايي، سږکال يي له وچکالۍ سره  سره د ابجوشو انګورو حاصلات د نورو کلونو پرتله زیات دي.

کندهاري ابجوشي،چې پر نړيواله کچه ښه بازار لري،  بڼوال يې مارکيټ ته له وړاندې کولو مخکي،پر هوارو ميدانونو په دوديزه بڼه چمتو کوي.

عبدالبصير د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د نو دهې په کلي کې د خپلو اولادونو سره یو ځای د انګورو په داغولو بوخت دی.

هغه  وايي، د ایته په نوم له یو ډول انګورو  ابجوشي جوړیږي،چې د ځانګړي خوند او کيفيت څخه برخمني دي.

هغه زیاتوي:«لومړی انګور په باغ کې دانې کوو. بیا دلته یې کوډلې ته راوړو. له هغه وروسته بیا د جوش یا پخولو مرحله ده. لومړی په جوش اوبو کې وینځل کېږي،په تیزابو  کې جوش ورکول کېږي، وروسته پر پاکه ځانګړې ځمکه لمر او باد ته هوارېږي او تر هغه ورسته په ځانګړو کارټنونو کې بسته کېږي او لېږل کېږي.»

د عبدالباقي په نوم يو بل بڼوال بيا وايي، سږکال له وچکالۍ سره سره  کندهار کې زياتي ابجوشي پروسيس شوي او تمه لري،چې په کورنیو او بهرنیو مارکيټونو کې به یې بازار هم مناسبت وي.

عبدالباقي زیاتوي:«که څه هم سږ کال طبعي افتونه زیات وو، وچکالي وه، جګړه وه، خو بیا هم زموږ حاصلات ښه دي. ان شاء الله موږ به ښه عاید تر لاسه کړو.»

اخوا د  کندهار سوادګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا هم وایي، سږ کال کندهار کې له انګورو زياتي ابجوشي په لاس راغلي،چې له  ۱۳ زره ټنه به زیات شي.

د بینا په خبره،چې دا ابجوشې به د پاکستان او هند په ګدون د  متحده عرب اماراتو مارکيټونو ته هم  واستول شي.

بینا زیاتوي:«د کندهار ابجوشي،چې د وچې مېوې هر مارکېټ ته رسېدلي، هلته یې ځانګړي مینه وال پیدا کړي دي. آن دا په نړيوالو مارکېټونو کې د طلايي ممیزو په نوم یادېږي او ښه بازار لري.»

پنجوائي، ژړۍ او ميوند د کندهار هغه ولسوالۍ دي،چې سږ کال يې د انګورو باغونو د نورو کلونو  پرتله تر ټولو زیات حاصلات ورکړي دي.

مسوولين وایي هڅه کوي،چې د کرنيزو محصولاتو لپاره د سیمي نويو مارکيتونو ته لار پېدا کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist