Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات: د ملا عبدالمنان نیازي پر مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې اسلامي امارت سره بیعت اعلان کړ

admin by admin
2021/09/09

د ملا عبدالمنان نیازي زوی حافظ نیازي  د چهار شبنې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۷ مه»  په هرات کې د یوې خبرې ناسې پر مهال له اسلامي امارت سره بیعت اعلان کړ. 

د یادې ډلې مشر حافظ نیازی وايي،ټولې وسلې او پوځي تجهیزات یې طالبانو ته وسپارل.

نیازی وايي، که چېرې اړتیا وي،حاضر دی،چې له طالبانو سره یو ځای د خپلي خاورې او ولس دفاع وکړي.

نیازي زیاته کړه:« زموږ سره چې کوم وسایل وه، هغه شیان چې موږ یو وخت جهاد پرې کاوه، هغه زموږ وسلې یا لکه کوم د بیت المال اجناس چې دي، هغه مو نن ټول راوړل، اسلامي امارت ته مو وسپارل،ځکه موږ نوره اړتیا  ورته نه لرو.

حافظ نیازی وايي، د دوی مبارزه د دوو هېوادونو په خلاف وه،خو د دغو هېوادونو نوم یې نه دی اخیستی.

هغه وايې، که چېرې بیاهم اړتیا وي،چمتودي چې د اسلام او خاورې له دښمنانو سره د طالبانو اسلامي امارت لیکو کې یوځای وجنګېږي.

نیازی وايي:« که چیري موږ ته اسلامي امارت موکه راکړي،چې موږ هم خدمت وکړو،نو موږ یې هم ترڅنګ دریږو،لکه څنګه چې مي پلار د کفارو او شغالګرو پر وړاندي جنګیده، د همیشه لپاره يې خپل ټول ژوند په دغه جهاد او جنګ کې تیرکړ،موږ به هم هغه  د خپل  پلار تګ لاره ترآخره پورې څارو.»

په ورته وخت کې نیازي مخکینی حکومت د خپل پر وژنه تورن کړ.

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، مخکېني حکومت غوښتل،چې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو په رامنځته کېدو سره خپل اهداف ترلاسه کړي، خو ناکامه شو.

والي مولوي عبدالقیوم روحاني  وايي، د راتلونکي لپاره اړتیا ده،چې ټول لاسونه سره ورکړي او د هېواد د بیاودانولو کې په ګډه برخه واخلي.

روحاني زیاتوي:« فاصله خو راغلي وه،دا به ښايي،زموږ او ستاسو ټولو باور وي،چې فاصله راغلي وه او ولي راغلي وه،  د راتلونکې  لپاره به مو دغه هڅه وي،چې بیا داسې یو حرکت نه کړو. الحمد الله هغه اوس هغه فاصله له منځه تللې. موږ او تاسو پریوه میز پر یوه کاسه او پر یوه  دسترخان سره کښینو، داسي نه شي،چېې بیا خدای نکرده د پردو ښکار شو،قرباني يې موږ شو او پردي ځانونه هدف ته ورسوي.»

ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو مخکېني حکومت کې د اسلامي امارت ویاند و،چې بیا يې وروستیو کلونوکې له امارته لار جلا او دویمه ډله یې جوړه کړه.

ملامنان نیازی څو میاشتې وړاندې د هرات ګذرې ولسوالۍ کې په مرموز ډول ټپي،چې بیا يې وروسته روغتون کې ساه ورکړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist