Skip to content
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني، پر ده لګېدلي هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې له کابله یې د وتو پر مهال میلیونونه ډالر له ځانه سره وړي دي.
اشرف غني پرون ماښام پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د خپلو امنیتي کسانو پر سپارښتنه او په کابل ښار کې د جګړې او وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه، چې له پلازمېنې ووځي.
غني غوښتنه کړې، چې ملګري ملتونه یا کومه بله مناسبه اداره دې پر ده لګېدلي تورونه وڅېړي او حقیقت دې مالوم کړي.
نوموړي پر خپله اعلامیه کې خواشنیې ښودلې، چې د ده واکمني هم د افغانستان د ځینو پخوانیو مشرانو په څېر پای ته ورسېده او افغانستان کې د سولې او بډاینې لامل نشوه.