کورنیو چارو وزارت د لاریونونو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او غوښتنه یې کړې، چې ټول لاریونونه باید قانوني بڼه ولري او خلک دې له خپل سرۍ لاس واخلي.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، لاریونونه بايد قانوني وي، لاریون کوونکي باید له عدلیې وزارته رسمي اجازه واخلي او دغه راز امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.
کورنیو چارو وزارت ویلي، د لاریون موخه او شعارونه، ځای، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات باید لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې له اړوندو ادارو سره شریک او اجازه ترلاسه شي.