Skip to content
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې، چې نوی سیاسي جوړښت به په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات لپاره کار وکړي.
ترکیې بیا ویلي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته هېڅ بیړه نه لري.
راپورونه وایي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې باید بیړه و نه کړي.
مولود چاووش اوغلو ویلي، هېواد به یې له طالبانو سره په تدریجي ډول اړیکې زیاتې او پراخه کړي.
ترکیې دا هم ویلي، چې، اوسمهال افغانستان کې اقتصادي بحران دی او دوی له قطر او امریکا سره د کابل هوايي ډګر په هکله خبرې کوي.