Skip to content
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت د رامنځته کېدو هرکلی کوي.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هیله څرګنده کړې، چې دا به د پراخ ملي یووالي او تلپاتې سولې او ثبات لپاره یوه پیلامه شي.
د چین بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ثبات او خپلواکۍ ته درناوی کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن ویلي، چین هیله لري، چې نوي افغان چارواکي به د ټولو لوریو پر غوښتنو غور وکړي.
وانګ وینبن زیاته کړې، طالبان به د خپلو خلکو هیلې او د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي.