Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې  یو شمېر راډیوګانې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ  دي 

admin by admin
2021/09/08

په پکتیا کې شپږ خصوصي راډیو ګانې د ایف ایم پر څپو خپرونې لري، چې یو شمیر یې اوس  له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي.

 د خصوصي راډیوګانو مسوولین وایي،له کلونو راهیسې یې د سوداګریزو اعلاناتو د خپریدو په مرسته فعالیتونه روان دي،خو د طالبانو له راتګ وروسته یې د بازار موندنې برخه پر ټپه ولاړه ده.

څمکنیو ولسوالۍ کې د یوې خصوصي راډیو مشر بخت زائیل  وايي:«  د مارکیټینګ برخه مو پر ټپه ولاړه ده. وړاندې مو له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره معاملې وې او د هغوی اعلانات به مو خپرول. اوس دا برخه ډېره کمزورې شوې.» 

د څمکنیو ولسوالۍ کې د یوې خصوصي راډیو مشر رحمت الله هېوادمل وايي:«که چېرې چارواکي  مرسته ونه کړي، د دې ډېر امکان شته،چې په ډېری سیمه ییزو رسنیو کې بدلون راشي او یا هم وتړل شي.»

د دغو سیمه ییزو راډګانو خبریالان بیا وایي، د کار پر وړاندې یې امنیتي ننګونې نه شته،خو د مالي ستونزو له کبله  تنخواوې نه لري.

د یوې خصوصي راډیو خبریال ذاخیل ذکي وايي:«موږ چې کومو سېمو ته  د راپور جوړولو په موخه ځو، له خلکو سره خبرې کوو،نو خلک خوښ دي،چې د رسنیو کارکوونکي دوی ته ورتلی او غږ ته یې انعکاس ور کولی شي.»

د یوې خصوصي راډیو خبریال محمد زمان مبارز وايي:« دلته رسنیو سره، چې کوم کارکوونکي دي، هغه تنخواوو ته اړتیا لري. پیسو ته اړتیا لري، نو فکر نه کوم،چې د رسنیو مسوولین  دوی ته دا مصارف پوره کړي.» 

د دې تر څنګ پکتیا کې له څلورو میاشتو راهیسې پنځو چاپي رسنیو د مالي ستونزو له کبله فعالیتونه ځنډولي او مسوولین یې وایي، که مرستې ورسره وشي، له ځنډ پرته به خپل کارونه بېرته پیل کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist