Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېټ نړیوالې ټولنې ته؛ افغانستان کې د بشري حقونو رعایت لپاره متحده پالیسي وڅارئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/21

د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په یوه تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو محدودیتونو نجونو ته ګڼې صحي او رواني ستونزې پیداکړي دي.

ریچارډ بېنېټ زیاته کړې، افغانې نجونې دغو محدودیتونو سختې زیانمنې کړي او زرګونه نجونې  د رواني ناروغیو ښکار او یو شمېر یې په زور او اجباري ډول واده کولو ته اړې شوې دي.

 د بېنېټ په خبره، د سرپرست حکومت له لوري دغه اقدام په کورنیو کې ټولنیزې اړیکې اغېزمنې کړي او د دې هېواد راتلونکي پرمختګونو یې له جدي ګواښونو سره مخ کړې دي.

هغه په دې اړه وايي:« په افغانستان کې د نجونو حقونو لپاره باید موږ ټول د هغوی مدافعان شو. تعلیم یوازې بشري حق نه دی، چې هغوی دې ورته انتظار شي. بلکې تعلیم یوه قوي کتله ده، چې په نړۍ کې مساوات او سوکالي رامنځته کولی شي.‎»

بېنېټ په دغه مرکه کې ویلي، سرپرست حکومت پر نجونو او ښځو د محدودیتونو دوام د یوه پلان شوي سیستم له لارې پراخ او عملي کړې دي.

 د سرپرست حکومت چارواکو چې زموږ اړیکو ته یې ځواب رانه کړ، تل یې ټینګار کړی چې  د اسلامي اصولو سره سم یې ټولو افغانانو ته خپل حقونه ورکړي دي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د بشري حقونو د نقص په یو شمېر مواردو کې د ځينې نړیوالو سازمانونو ادعاوې بې بنسټه دي او د افغاني کلتور او غوښتنو سره اړخ نه لري.

دوی، چې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په برخه کې د سرپرست حکومت د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي زیاتوي، چې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي د بشري حقونو له مسالې سیاسي ګټه واخلي.

 د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« ګورئ که رېچارډ بېنېټ دی، یا نړیوال هېوادونه دي، یا ملګري ملتونه زموږ هېواد افغانستان کې د بشر حقونو په اړه خبرې کوي، د دې لامل خپله همدا هېوادونه دي، په ځانګړې ډول هغه هېوادونه، لکه ایران، پاکستان، امریکا چې دو شر اندازه استخباراتي کړۍ لري.»

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی په ۲۰۲۲ کال مې میاشت کې د یاد سازمان د بشري حقونو شورا له لوري ټاکل شوی وو په ۲۰۲۳ کال اګست میاشت کې سرپرست حکومت یې افغانستان ته پر سفر بندیز ولګاوه.

اسلامي امارت یې د سفر د بندیز لامل یو اړخیزه راپورونو چمتو کول او د افغانستان د واقعیتونو سره په ټکر کې بللی وو .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist