Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د نوي حکومت جوړېدو مراسمو کې مو د ګډون لپاره نړیوالو ته بلنلیکونه استولي

admin by admin
2021/09/07

طالبانو خبر ورکړی چې د حکومت د جوړېډو لپاره چارې بشپړې شوي دي او ژر به یې اعلان کړي.

 طالبانو خلکو او نړیوالو ته د یو ټول ګډونه حکومت د جوړېدو کلکه ژمنه ورکړې ده داسې حکومت چې هېڅ یو لوری به حذف نه وي.

روسیې دا شرط  وړاندې کړی دی، که طالبان ټول شموله حکومت جوړوي،مسکو به په مراسمو کې برخه اخلي.

بل پلو ایران بیا د ټاکنو له لارې افغانستان کې د حکومت ملاتړ کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي،اوس مهال چمتوالی نیول شوی او طالبان به د ټولو په خوښه حکومت اعلان کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« طالبانو په دې وروستیو کې د نوي حکومت لپاره هڅې چټکې کړي دي،تر څو نوی حکومت اعلان کړي. چمتوالی نیول شوی دی، د نوي حکومت بڼه جوړه شوې سرپرسته اداره به وي لنډې مودې لپاره څو وکولای شي، لویه جرګه راوغواړي، نوی اساسي قانون جوړ شي. په دې برخه کې ځنو هېوادونو ته د بلنې لیکونه استول شوي.»

خو د هغو هېوادونو په ګډون شک کېږي،چې تېرو شلو کلونو کې طالبانو سره په جګړه وو.

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر او د بریټانیا لومړي وزیر ویلي وو،چې په دې اړه پرېکړه وخت ته اړتیا لري.

د خلاصون لارې شورا مشر سیدا اکبراغا وايي:«د نوي حکومت د اعلانېدو وخت نږدې شوی دی،ځکه طالبان وایي دوه ورځو کې به اعلان شي،دا چې نړیواله ټولنه په دې مراسمو کې برخه اخلي او یانه. زه فکر کوم، د اسیا یو شمېر هېوادونه به برخه واخلي،خو د دا نشم ویلی،چې د اشغال په صورت کې چې کوم هېوادونه وو، دوی به برخه واخلي او کنه.»

د شنونکو په وینا د نړیوالې ټولنې شرایط د طالبانو لپاره سخت نه دي او په پلي کېدو سره به یې طالبان د ټولې نړۍ له لوري په رسمیت ومنل شي او هم به په هغو مراسمو کې برخه واخلي،چې طالبان په کې خپل حکومت اعلانوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  عزیز معارج وايي:«  زه تر ډېره بریده پورې متیقین یم،چې نړیواله ټولنه به د طالبانو په مراسمو کې برخه اخلي او هم یې په رسمیت پېژني،خو دوی یو شمېر شرطونه لري. که طالبان نړیوال قوانین،بشرحقونه او ټول شموله حکومت جوړ کړي، دوی به خامخا افغانستان سره سیاسي اړیکي ولري.»

اوس به ولیدل شي،چې د طالبانو د حکومت اعلان ته اوږد انتظار څنګه لنډیږي،خو هغه څه چې افغانانو ته اړتیا ده،هغه د حکومت ژر جوړېدل دي،چې د خلکو کار او بار ورسره روانیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist