Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بلخ صنعت او سوداګرۍ خونه: یو شمېر کارخونې پر ټپه درېدلي

admin by admin
2021/09/07

د بلخ ولایت د صنعت سوداګرۍ خونې مرستیال محمد احسن انصاري وايي، د بانکي سيستم د نه فعالېدو او د خامو موادو نه شتون د دې لامل شوی، چې يو شمېر کارخونې پر ټپه ودرېږي.

 انصاري وايي، هېله من دی،چې هېواد ته د خامو موادو په واردولو سره به يادې فابريکې بېرته فعالیت پيل کړي.

انصاري زیاتوي: «تر څو چې موږ خام مواد وارد نه کړو، نو ښکاره خبره ده چې زموږ د کارخونو فعاليتونه ځنډېږي. هيله مندي شته چې د خامو موادو په واردولو سره به د داخلي توليدي کارخونو فعاليتونه بېرته پيل شي.»

په ورته مهال انصاري وايي، د حيرتان بندر له لارې د هغو ۴۰۰ کانتينره توکو واردات پيل شوي دي، چې وړاندې تر دې د ازبکستان په ترمذ ښار کې درول شوي ول.

انصاري زیاته کړه: «څه باندې ۴۰۰ واګونه خوراکي او غير خوراکي توکي له پولې اخوا په ترمذ ښار کې متوقف وو، له تېرو درې ورځو راهیسې د دغو موادو واردات پيل شوي، چې په راتلو سره به يې بازار کې د توکو نرخونه هم کښته شي.»

له دې سره مزارشریف کې يو شمېر سوداګر غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې نوی حکومت اعلان شي، ترڅو د بانکي خدمتونو په پيل کېدو سره بېرته د خلکو کاروبار عادي حالت ته وګرځي.

هټیوال عبدالله وايي: «کله چې توليدات نه وي او کارخونې ولاړې وي، نو دا خو د خلکو په زيان تمامېږي. دوی دې همکاري وکړي، چې دا کارخونې بېرته فعاله شي.»

هټیوال محمد نعيم وايي: «له کله چې دا تحولات راغلل، د ټولو کارخونو چارې ځنډېدلې دي، خو يوه هېله شته چې امنيتي وضعيت ښه شوی او تمه ده چې ژر به کارخونې بېرته فعاليت پيل کړي.»

شمال زون کې د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مسوول ذبیح الله نوراني بيا وايي، مزارشریف ښار کې سوداګريزه راکړه ورکړه د عادي کېدو لور ته روانه ده.

نوراني زیاته کړه: «په مزارشريف ښار کې اوس وضعيت ډېر ښه دی. ټولې هټۍ او مارکيټونه د خلکو پر مخ خلاص دي، امنيت تامين دی او د چا سر او مال ته هېڅ ډول زيان نه رسېږي.»

له بلخ اخوا په يو شمېر نورو شمالي ولايتونو کې هم سوداګر تائيدوي چې ځيني توليدي کارخونې له فعاليته لوېدلې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist