Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلک: د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو له امله ګڼو ستونزو سره مخ یو

admin by admin
2021/09/07

عام خلک او سوداګر وايي،د لارو تړلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له طالب چارواکو غواړي،چې پاکستاني لوري سره خبرې وکړي،ترڅو تړل شوې لارې پرانیزي.

بولدک کې یو تن منتظر افغان وايي:« زموږ غوښتنه له اسلامي امارت او د هغې غاړې له حکومته دا ده، چې دغه مشکلات ژر تر ژره حل کړي.په دغو دروازو کې ډېر مشکلات دي،چې ناروغان، سپین ږیري، ماشومان او ښځې پرې اوړي او راوړي.»

اسلامي امارت وایي، د تورخم او سپین بولدک په تړاو یې پاکستاني لوري سره شته ستونزې شریکې کړي او هغوی د لارو تړلو لامل امنیتي اندېښنې بللې دي.

د اسلامي امارت د فرهنګي چارو مسوول ذبیح الله مجاهد وايي:« مکررا موږ په دې مورد باندې پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې. د دوی امنیتي کسان راغلي وو، کابل ته او خپلې اندېښنې یې له موږ سره شریکې کړې،چې دوی یې په دروازو کې لري. دوی یو څو مورده یادول،یو دا چې په افغاانستان کې په دې وروستیو کې زندانونه خلاص شوي دي او د دوی د تشویش وړ خلک د باندې راوتلي او هغه پاکستان ته زیان رسوي،نو ځکه یې دروازې تړلې دي،خو د اسلامي امارت له خوا ډاډ ورکړل شو،چې هېچاته به اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره د ستاسې ضد استعمال کړي.»

اخوا د سیاسي چارو شنونکي باور لري،چې طالبان کولی شي، د لارو بېرته پرانېستو برخه کې پاکستاني لوري ته قناعت ورکړي او ټېنګار کوي،چې پاکستان ته دې ډاډ ورکړل شي،ترڅو افغان خاوره به یې پرضد ونه کارول شي.

د سیاسي چارو شنونکی  محمد یاسین حبیبي وايي:« پاکستان دې تړل شوې لارې خلاصې کړي،ځکه څنګه چې د دغو دروازو ګټه افغانستان ته ده،همداسې پاکستان ته هم ده،چې زموږ صادرات لکه تازه مېوه او نور اقلام پاکستان ته ځي، له هغې زیات د پاکستان توکي افغانستان ته راځي او دا پاکستان ته ډېره ګټه ده.»

طالبان وایي، له پاکستاني پلاوي یې غوښتي دي،چې ژر تر ژره دغه مسله حل کړي، دروازې دې پرانیزي او خلکو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist