Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پخواني سیاستوال او قومي مشران: د  یو بل منل د تلپاتې سولې لامل کېږي

پخواني سیاستوال او قومي مشران: د  یو بل منل د تلپاتې سولې لامل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/17

د سهار خبرو اترو مرکز له خوا په کابل کې د « یو بل منلو» تر نامه لاندې غونډه رابلل شوې چې په کې قومي مشران او پخوانۍ سیاسي څېرې په هېواد کې د قومونو ترمنځ د یو بل منلو اصل پر ارزښت او اړتیاوو خبرې کوي.

د دې بنسټ مشر یاد اصل په افغانستان کې د دوامداره او پراخې سولې او ثبات او دغه راز د بېلابېلو سیاسي او قومي اقشارو ترمنځ د اختلافاتو د حل او د یوه متحرک او ټولشموله چاپېریال رامنځته کېدو لپاره اړین بولي.

د سهار خبرو اترو مرکز مشر فضل‌الرحمن اوریا وايي: « یو بل منل په یوه داسې ټولنه کې د سوله ییز ژوند کيلي ده چې له قومي، مذهبي او ژبني تنوع برخمنه وي. له یو بل منلو پرته، هېڅ یوه ټولنه نه شي کولی ډاډمن ثبات او پرمختګ ته ورسېږي.»

بل پلو، یو شمېر نور ګډونوال بیا د یو بل منل نه یوازې اخلاقي اصل بلکې د دیني ارشاداتو له مخې مذهبي او واجبي لارښوونه هم ګڼي او وايي، دغه اصل په هېواد کې مذهبي او ټولنیزې تنوع ته لار هواروي.

د دوی په خبره، هېواد په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت د مېشتو قومونو تر منځ د یو بل منلو اصل ته اړتیا ډېره لیدل کیږي او کولی شي د یووالي لامل شي.

د اقتصادي څېړنو او خپرونو بنسټ مشر محمد آصف ننګ وايي: « دلته د یو بل منلو ټوله شالوده یو اساسي حکم او تنها سپارښتنه ده، که تاسو یې وکړئ، دا ډېره ښه ده، بلکې دا واجبي او امري صیغې په کې ډېرې استعمال شوې دي.»       

د پوهنتون استاد اکرم عارفي وايي: « موږ په یوه داسې موقعیت کې ځای لرو چې د سیمې او نړۍ ټول قدرتونه چې ځینې یې د امریکا رقیبان هم دي، په افغانستان کې له حضور سره علاقه لري. دا یو ډېر پياوړی فرصت دی او موږ باید له دې فرصته ګټه واخلو، ترڅو د فشار او ستونزو سطحه راټیټه کړو. موږ باید د موازنې سیاست ته مخه کړو، هغه څه چې په تېر دوران کې موږ لرل.»

د دوی په باور، دولتونه د یوه هېواد د قومونو ترمنځ د اختلافونو زیاتېدو او په ورته وخت  کمېدو کې عمده رول لوبوي.

د پوهنتون استاد اسدالله سعادتي وايي: « دولتونه په دې اړه ډېر مهم رول لري چې څنګه کولی شي اختلافونه کنټرول یا تشدید کړي.»

بل پلو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د قومونو ترمنځ هر ډول تبعیض ردوي او د قومونو ترمنځ په مساویانه حق ورکولو ټینګار لري.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ رییس نیک محمد افغاني  وايي: « په اسلامي امارت کې له خلکو سره هېڅ ډول تبعیض نه شته. څومره وروڼه او قومونه چې دي، په اسلامي امارت کې خپله حصه لري، په احترام او عزت ورته کتل کېږي. موږ چې څومره مالومات کړي او له موږ سره په دفترونو کې کار کوي، ترمنځ یې تبعیض نه شته.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې د هېواد پر کچه د قومونو ترمنځ ۶۵۰ لویې شخړې حل کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist