Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستانه د وتلو پلان نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه افغانان د خوړو او سون توکو له کمښت سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/17

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پرون شپه واوره ورېدلې او یو شمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

له دې سره هم مهاله، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، روان ژمی بیا هم میلیونونه افغانان د خوړو او سون توکو له کمښت سره مخ دي.

د دغه پروګرام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اړمنو افغانانو له ډلې ډېری یې اړ دي چې د خپلو ماشومانو لپاره د تودوخې او خوړو له منځه یو انتخاب کړي.

د  خبرپاڼې یوه برخه: « میلیونونه کورنۍ د ژمي له سختې یخنۍ سره مخ دي. دوی کافي خواړه نه لري او ډېری یې د خپلو ماشومانو د تغذیې کولو او یا ګرم ساتلو لپاره له یوه ستونزمن انتخاب سره مخ دي چې خپل ماشومان تاوده وساتي یا هغوی ته خواړه چمتو کړي.»

په را روان ژمي کې له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو په اړه مو د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت مسوولینو او یو شمېر اړوند ادارو سره پرله پسې اړیکې وکړې، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

د اقتصادي چاروکارپوهان هم مني چې د ژمي پر رارسېدو سره  ګڼ شمېر افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.

د دوی په خبره، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له لارې د نړیوالې ټولنې مرستې چې څو چنده کمې شوې هم دي، د اړمنو افغانانو لپاره کافي نه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد شاکر یعقوبي وايي: « کرار کرار وینو چې له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې د کمېدو په حال کې دي. که دا وضعیت ادامه ولري، ښکاره خبره ده چې د افغانانو ننګونې به څو چنده ډېر شي او په دې سره په افغانستان کې شته بشري بحران نور هم ژور شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « د دغو ستونزو د دایمي حل لپاره نړیوالو ته په کار ده چې خلکو ته اوږدمهاله پروګرامونه ولري او د کرنې په سکټور کې له خلکو سره مرستې وکړي.»

ځینې نور بیا  د بنسټیزو اقتصادي پروژو رامنځته کول د اقتصادي ثبات او کاري فرصتونو لپاره  مهم اصل ګڼي او له سرپرست حکومته او نړیوالې ټولنې غواړي چې د بشري وضعیت سره د مرستې لپاره دې اقتصادي بنسټيزې پروژې ورغوي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د ژمي پر مهال د بېړنیو حالاتو او پېښو لپاره ځانګړی چمتوالی ولري.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رشتیا وايي: « د بندیزونو او قتصادي محدودیتونو له امله افغانستان لاهم له بېوزلۍ او بېکارۍ سره لاس په ګرېوان دی. اړتیا ده چې د ژمي له راتګ وړاندې هم ملګري ملتونه او هم د افغانستان حکومت خپلې ستراتیژیکې زېرمې ولري؛ ځکه چې ښايي خلک د لارو بندېدو له امله ستونزو سره مخامخ شي او دا مرستې کولی شي لږترلږه د انسانانو ژوند وژغوري.»

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د خوړو نړیوال پروګرام راپور وکړ چې په تېرو نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې د ۲۳ میلیونه اړمنو کسانو له جملې یوازې ۱۵.۳میلیونو افغانانو ته بشري مرستې چمتو کړې دي.

 د خوړو نړیوال پروګرام  دا هم ویلي وو چې څه باندې ۱۴ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist