Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اترا: هېواد کې نږدې ۲۶ میلیونه کسان له مخابراتي شبکو ګټه اخلي

اترا: هېواد کې نږدې ۲۶ میلیونه کسان له مخابراتي شبکو ګټه اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/17

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مسوولین وایي، هېواد کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو د ګټه اخیستونکو شمېر ډېر شوی او  دا مهال په  ټول هېواد کې د فعاله پېرودونکو شمېر ۲۵.۹ میلیونه تنه دی.

دوی زیاتوي چې  په ټوله کې له بېلابېلو مخابراتي شبکو څخه څه باندې ۳۳.۹ میلیونه سیمکارټونه پېرل شوې دي.

د اترا ادارې تخنیکي مرستیال عطا محمد یاري وايي: « څه د پاسه ۲۵.۹ میلیونه فعال مشترکین له مخابراتي خدمتونو استفاده کوي. فعال مشترکین هغه چا ته ویل کېږي چې د ۱۸۰ ورځو په جریان کې یې له مخابراتي خدمتونو ګټه اخیستې وي. په ټولیزه توګه څه باندې ۳۳.۹ میلیونه سیمکارټونه په افغانستان کې وېشل شوي دي.»

په ورته وخت کې کابل ښاریان که څه هم د پخوا پرتله د انټرنېټ چټکتیا او د اړیکو کیفیت کې ښه‌ والی نه ردوي؛ خو د نیوکې په توګه وايي، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو پرتله د مخابراتي او انټرنېټي کڅوړو بیې لوړې دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « په نورو هېوادونو کې، د مثال په توګه پاکستان کې انټرنېټي خدمتونه د افغانستان پرتله ډېر ارزانه دي. که د اسعارو بیو ته وګورو، افغانۍ تر پاکستانۍ روپیو لوړه ده، خو بیا هم د انټرنېټ خدمتونه نه یوازې کمزوري دي بلکې د پکېجونو بیې یې هم لوړې دي. د انټرنېټي کڅوړو لوړو بیو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.»

که څه هم چارواکي د ښاریانو ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د نوري فایبر چارې ۹ زره ۱۳۸ کیلو مټرو ته رسېدلې چې په خبره یې ۷ زره ۶۵۳ کیلومټره یې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته غځول شوې او له دې سره به انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی پراخ شي.

د اترا ادارې تخنیکي مرستیال عطا محمد یاري په دې اړه وايي: « له دې سره څنګ کې نوري فایبر یوه بله زېربنا ده چې په نورو هېوادونو کې هم د ځمکنیو ارتباطاتو لپاره ډېره مؤثره او اقتصادي زېربنا ده. موږ دا مهال په افغانستان کې د نوري فایبر ۹ زره ۱۳۸ کیلومټره شبکه لرو. دا کچه درې کاله پخوا ۷ زره ۶۵۳ کیلو مټره وه، په کم وخت کې لوی پرمختګ څرګندوي.»

د اترا ادارې د مالوماتو له مخې، دا مهال د مخابراتو په سکټور کې ۲.۸ میلیارد  ډالره پانګونه شوې چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته ۱۸۷ میلیونه ډالره زیاتوالی په ‌کې راغلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist