Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خیبر قامې جرګې مشران د پښتنو پر خاوره روانه جګړه د پردیو دسیسه بولي

د خیبر قامي جرګې پرېکړو مودې پای؛غورځنګ د ۸۰ کسیزې کمټې پر مټ بله ناسته جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/14

له نن پنځه میاشتې وړاندې د جولای پر ۱۲مه د جمعې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د ګیله من وزیر د جنازې مراسمو کې د خپل قوم د تحفظ، انصاف او عدالت لپاره  د اکټوبر پر ۱۱ مه  د پښتون قامي عدالت جرګې د جوړېدو اعلان وکړ.

منظور احمد پښتین هغه مهال وویل: « زه د پاکستان حکومت ته دا وایم چې جابره ستا۲۰ کاله وارونه وو خو د پښتون به یو وار وي او په دې وار سره به تا د ځمکې تل ته ښکته کړي.»

سره له دې چې د یاد غورځنګ د مشر له لوري د جرګې له اعلان وروسته د جرګې د ترسره کېدو تر ورځې د پاکستان حکومت د دوی پر وړاندې خنډونه رامنځته کړل او ان بلوچستان او د وزیرستان څو ولسوالیو ته یې د  غورځنګ د مشر پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه.

 همدارنګه پوځ د خیبر میدان کې د جرګې لپاره ځانګړی شوی ځای په په درنو ماشینونو ویجاړ کړ او د  غورځنګ په غړیو یې مخامخ ډزې هم وکړې؛ خو له دې ټولو سره سره  پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې له جوړولو په شا نه شو.

بله خوا، منظور احمد پښتین ته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري خبرداری هم ورکړل شو چې د غورځنګ د غړیو شناختي کارټونه او پاسپورټونه به د حکومت له لوري کنسل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وویل: «دلته له لر او بر څخه زرګونه پښتانه را روان دي. د پاکستان حکومت باید د ټولې پښتونخوا شناختي کارټ په یوځل بلاک کړي او ته به وايي چې داسې قدرمن پاسپورټ یې هم دی؛ له چا سره چې د پاکستان پاسپورټ وي، څوک ورسره نږدې نه کېني.»

له دې ټولو ستونزو سربېره، د پښتون قامي عدالت جرګه له ټاکل شوې نېټې یوه ورځ وروسته د لسګونه زرو پښتنو په ګډون جوړه او له درې ورځو سلا مشورو وروسته پای ته ورسېده.

د غورځنګ مشر د جرګې پریکړه لیک د اکټوبر پر ۱۴ مه خپل قام او رسنیو ته اعلان کړ.

منظور احمد پښتین وویل:«  جرګې پرېکړه وکړه چې څرنګه چې نور په دې خاوره بد امني او جګړه نه شته، د پاکستان پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلابېلو نومونو له طالب تر داعش پورې یادېږي، په دوو میاشتو کې دې زموږ له خاورې ووځي.»

خو اوس پوښتنه دا ده چې د دوه میاشتو په تېرېدو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ عملي اقدامات څه دي او د راتلونکي لپاره کوم پلانونه لري؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ سوبه ‌یي مشر نورباچا وايي: « په دې جرګه کې ۸۰ کسیزه کمېټه جوړه شوه او په کې د پښتونخوا د ټولو سیاسي ګونډونو یو یو استازی او ورسره د پښتونخوا وطن د هرې ولسوالۍ د ولسونو په خوښه یو یو نماینده اخیستل شوي. د نوې لایحې عمل لپاره به په نږدې ورځو کې دغه ۸۰ کسیزه کمېټه یوه ناسته وکړي او په کې به را روانه نوې لایحه عمل وټاکل شي. موږ ټول انتظار یو چې دغه نوې لایحه عمل وټاکل شي، بیا به د هغې له مخې کار کوو.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، د پښتنو د حق غوښتنې، خپلواکۍ، د پاکستان له استعمار او استثمار څخه خلاصون،  زغم او منظمې مبارزې ته اړتیا لري او  په باور یې پاکستان لاهم هڅه کوي چې په پښتونخوا کې پښتانه په بېلابېلو دسیسو کې له یوبل سره وجنګوي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « حوصله په کار ده او وخت ته اړتیا ده. هغه پرېکړې چې د خیبر په تاریخي جرګه کې وشوې، هغه به هرومرو عملي کېږي، خو د ۶۰ ورځو یا تر دې کم وخت په جریان کې د دغو ټولو پرېکړو عملي کېدل ممکن نه دي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « قومونه هغه مهال کولی شي خپلو اهدافو ته ورسېږي چې ولسي پاڅون ته لاره هواره کړي. د ولسي پاڅون نتیجه موږ ولیده چې په سوریه کې خلکو یو داسې مستبد نظام راچپه کړی چې شاوخوا نیمه پېړۍ یې پر دوی حکومت وکړ.»

له دې سربېره، پاکستاني پوځ له هرې لارې هڅه کوي څو په پښتونخوا کې د پښتنو ترمنځ له هرې ممکنې لارې بې اتفاقي رامنځته کړي.

د نومبر په ۲۲ مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په یوه موټریز کاروان چې له پاړا چینار څخه د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته روان و او امنیتي ځواکونو یې هم ملتیا کوله، وسله والو برید وکړ او د شپږو ښځو په ګډون یې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې برید د ملامتۍ ګوته د پاکستان امنیتي ادارو ته ونیوه. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist