د کابل امنیې قوماندانۍ امنیتي چارو مرستیال وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې پولیسو د امنیت او عامه نظم ټینګولو او دغه راز له نشه يي توکو او جنایي جرمونو سره جدي مبارزه کړې.
محمد شاکر سعاد د شمشاد لید خپرونه کې د خبرو پر مهال ویلي، د کابل امنیې قوماندانۍ په چوکاټ کې د پولیسو شمېر ۱۴زره تنو ته رسېدلی او په خبره یې، په دغو تشکیلاتو کې ۵۰۰ تنې ښځینه پولیسې هم شاملې دي.
هغه په دې اړه وايي:« د کابل ولایت امنیې قوماندانۍ نظامي پرسونل څه د پاسه ۱۴ زره تنه دي او دا مهال د کابل په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت دي. دا پرسونل د اوس لپاره کفایت کوي.»
سعاد وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د پولیس ځواکونو پر مټ د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د جنایي جرمونو بانډونه له منځه وړل شوي او زرګونه تنه مجرمین د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.
دغه راز سعاد ډاډ ورکوي چې په کابل ښار کې د قاتلینو او سازماندهي شویو جرمي ډلو ريښې له منځه وړل شوې او چاته اجازه نه ورکول کېږي چې د کابل ښاریانو ژوند او امنیت وګواښي.
سعاد زیاتوي: « په تېر کې چې کوم کرايي قاتلان، ځنځیري قتلونه او دېته ورته نورې پېښې وې، همدارنګه د مفسدو کړیو سیسټماټیک کارونه او سازمان یافته غله او غلاګانې وې، ټولې له منځه وړل شوي او یوازې نوم یې پاتې دی.»
د کابل امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې رد نه کړه چې ځينې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هڅه کوي د افغانستان اوسنی امنیت ګډوډ کړي خو خبرداری ورکوي چې خپلو اهدافو ته به ونه رسېږي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په تېرو دوه کلونو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې له ۳ زره او ۸۰۰ زیات جلا عملیات ترسره شوي چې پرمهال یې له ۴ زره ۵۰۰ ډېر مظنونین نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال په دې اړه وايي: « په تېرو دوه یا درېیو کالو کې تر هر چا زیات جدي دي او له نشه يي توکو سره یې پوره مبارزه کړې. د تېرو دوو کالو په لړ کې نږدې ۳ زره ۸۷۱ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې تقریبا ً ۴ زره ۵۰۴ تنه مجرمان او مظنونین نیول شوي دي.»
سره له دې چې یو شمېر کابل ښاریان د ښار په ځینو برخو کې د پولیسو د یونیفورم نه شتون په اړه اندېښنه لري؛ خو د کابل امنیه قوماندانۍ دغه چارواکی وايي، تر اوسه څه باندې ۹۵ سلنه پولیسو ته یونیفورم وېشل شوی او په خبره یې هر یو پولیس سرتېری اړ او مکلف دی چې د دندې پر مهال یونیفورم پر تن ولري.