په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د دې سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار او دغه راز د افغانستان لپاره د ياد هېواد له ځانګړي استازي صادق خان سره جلا جلا کتلي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په دې کتنو کې بحثونو تر ډېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل، دوه اړخيزه اړيکو او دغه راز د سوداګرۍ پر اسانولو تمرکز درلود.
د اعلامیې یوه برخه: « سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اسحاق ډار او همداراز د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم جلا وکتل. په کتنو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسايلو، سیمه يیز اتصال، افغان کډوالو، محصلینو او نورو مسايلو خبرې وشوې.»
د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان پر ژمنو باور نه لري او وایي، پاکستان له لسیزو راهيسې د افغانستان په کورنیو مسايلو کې لاسوهنه کوي او د افغانستان اړوند مسايلو کې ريښتينی چلن نه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره د افغان سفیر لیدنې هېڅ ګټه نه لري. دا خبرې، غونډې او کنفرانسونه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ترسره شوي او تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې. له پاکستان سره باید قاطع خبرې وشي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: «زه ویلی شم چې د پاکستان سیاستمداران، استخباراتي کړۍ او بهرنۍ پالیسي د پاکستان له جوړېدو راهیسې د افغانستان په تړاو دوه مخې پالیسي مخته وړي، افغانانو ته یې زیان اړولی.»
ځینې نور بیا وايي، د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهیسې پاکستان د نړیوالو دریځونو له لارې پر افغانستان تورونه پورې کوي او په دې توګه نړيوالو ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کول غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانستان او پاکستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه اړتیا لري چې له یو بل سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري، خو له بده مرغه پاکستان د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري. موږ ولیدل له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په سیمه ییزو او نړیوالو سټېجونو کې تل پر افغانستان تورونه پورې کوي.»
د کابل او اسلاماباد چارواکي داسې مهال د ستونزو پر حل خبرې کوي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر مېشتو افغانانو د ژوند کړۍ تنګه شوې او دغه راز پاکستان له فغانستان سره په سوداګرۍ کې هم سختۍ رامنځته کړې دي.