Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شکېب له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړې

شکېب له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/11

په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د دې سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار او دغه راز د افغانستان لپاره د ياد هېواد له ځانګړي استازي صادق خان سره جلا جلا کتلي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په دې  کتنو کې بحثونو تر ډېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل، دوه اړخيزه اړيکو او دغه راز د سوداګرۍ پر اسانولو تمرکز درلود.

د اعلامیې یوه برخه: « سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اسحاق ډار او همداراز د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم جلا وکتل. په کتنو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسايلو، سیمه ‌يیز اتصال، افغان کډوالو، محصلینو او نورو مسايلو خبرې وشوې.»

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان پر ژمنو باور نه لري او وایي، پاکستان له لسیزو راهيسې د افغانستان په کورنیو مسايلو کې لاسوهنه کوي او د افغانستان اړوند مسايلو کې ريښتينی چلن نه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی  توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره د افغان سفیر لیدنې هېڅ ګټه نه لري. دا خبرې، غونډې او کنفرانسونه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ترسره شوي او تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې. له پاکستان سره باید قاطع خبرې وشي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: «زه ویلی شم چې د پاکستان سیاستمداران، استخباراتي کړۍ او بهرنۍ پالیسي د پاکستان له جوړېدو راهیسې د افغانستان په تړاو دوه مخې پالیسي مخته وړي، افغانانو ته یې زیان اړولی.»

ځینې نور بیا وايي، د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهیسې پاکستان د نړیوالو دریځونو له لارې پر افغانستان تورونه پورې کوي او په دې توګه نړيوالو ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کول غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانستان او پاکستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه اړتیا لري چې له یو بل سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري، خو له بده مرغه پاکستان د افغانستان لپاره  ښه نیت نه لري. موږ ولیدل له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په سیمه ییزو او نړیوالو سټېجونو کې تل پر افغانستان تورونه پورې کوي.»

د کابل او اسلام‌اباد چارواکي داسې مهال د ستونزو پر حل خبرې کوي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر مېشتو افغانانو د ژوند کړۍ تنګه شوې او دغه راز پاکستان له فغانستان سره په سوداګرۍ کې هم سختۍ رامنځته کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist