د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان کې په هرو درې کسانو کې یو یې د سبا ورځې لپاره د خوړلو مړۍ نه لري.
په همدې تړاو د لا زیاتو خبرو او د دې کړکیچ د حل په موخه د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه نیټه ملګري ملتونه ستره غونډه جوړوي.
د ملګروملتونو چارواکي وايي، که له افغانستان سره مرستې ونه شي افغانان به له ستر ناورین سره مخ شي.
د ملګروملتونو د کډوالۍ کمیسیون ویاند بابر بلوچ وايي: «موږ چې اوس مهال د بې ځایه شویو شمېر ته ګورو، ۸۰ سلنه یې ماشومان او ښځینه دي. موږ پوهېږو چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی، که ملاتړ یې ونه شي، سوداګري په کې ونه شي، هغوی به له ستر ناورین سره مخ شي.»
بل لور ته یو شمیر اروپايي هېوادونه هم له کابل سره پر همغږۍ ټینګار کوي، ترڅو اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.
د رومانیا بهرنیو چارو وزیر بوګدان اوریسکو وايي: «موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې کولای شو هلته بشري مرستې واستوو. د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، موږ باید په دې تړاو پراخ بحثونه ولرو،چې څه ډول وکړای شو،اړمنو کسانو ته مرسته ورسوو.»
د پولنډ بهرنیو چارو وزیر زبیګنوي راو وايي: «موږ باید دغو ابتدايي پوښتنو ته ځواب ووايو. موږ څه غواړو؟ موږ له سیاسي پلوه یو باثباته افغانستان غواړو. داسې نوی حکومت غواړو چې بشري حقونو ته په کې ځای وي، اقلیتونه په کې ځای ولري او په ځانګړې توګه موږ ته دا اجازه راکړي، چې بشري مرستې هلته ورسولای شو.»
د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري دا ډول څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پرون د متحده عرب امارتو له خوراکي توکو ډکه یوه الوتکه د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
اخوا طالبانو د دغې الوتکې را رسیدل له افغانستان سره د بشري مرستو د بیا پیلیدو لپاره زیری وګاڼه.