Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې له نیمايي زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

admin by admin
2021/09/04

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

 د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان کې په هرو درې کسانو کې یو یې  د سبا ورځې لپاره د خوړلو مړۍ نه لري.

په همدې تړاو د لا زیاتو خبرو او د دې کړکیچ د حل په موخه د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه نیټه ملګري ملتونه ستره غونډه جوړوي.

د ملګروملتونو چارواکي وايي، که له افغانستان سره مرستې ونه شي افغانان به له ستر ناورین سره مخ شي.

د ملګروملتونو د کډوالۍ کمیسیون ویاند بابر بلوچ وايي: «موږ چې اوس مهال د بې ځایه شویو شمېر ته ګورو، ۸۰ سلنه یې ماشومان او ښځینه دي. موږ پوهېږو چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی، که ملاتړ یې ونه شي، سوداګري په کې ونه شي، هغوی به له ستر ناورین سره مخ شي.»

بل لور ته یو شمیر اروپايي هېوادونه هم له کابل سره پر همغږۍ ټینګار کوي، ترڅو اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.

د رومانیا  بهرنیو چارو وزیر بوګدان اوریسکو وايي: «موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې کولای شو هلته بشري مرستې واستوو. د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، موږ باید په دې تړاو پراخ بحثونه ولرو،چې څه ډول وکړای شو،اړمنو کسانو ته مرسته ورسوو.»

د پولنډ بهرنیو چارو وزیر زبیګنوي راو وايي: «موږ باید دغو ابتدايي پوښتنو ته ځواب ووايو. موږ څه غواړو؟ موږ له سیاسي پلوه یو باثباته افغانستان غواړو. داسې نوی حکومت غواړو چې بشري حقونو ته په کې ځای وي، اقلیتونه په کې ځای ولري او په ځانګړې توګه موږ ته دا اجازه راکړي، چې بشري مرستې هلته ورسولای شو.»

د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري دا ډول څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پرون د متحده عرب امارتو له خوراکي توکو ډکه یوه الوتکه د حامد کرزي په  نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.

اخوا طالبانو د دغې الوتکې را رسیدل له افغانستان سره د بشري مرستو د بیا پیلیدو لپاره زیری وګاڼه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist