Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن: له افغانستانه مو ۱۲۰ زره افغانان اېستلي 

admin by admin
2021/09/01

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن د افغانستان  شل کلنې جګړې په تړاو د ځانګړې وینا پر مهایل وویل،له افغانستانه مو ۱۲۰ زره افغانان خوندي کړي دي.

بایډن وايي، څومره چې یې امکان وو،تر هغې یې زیات افغانان له افغانستان اېستلي او خوندي ځایونو ته یې رسولي دي.

بایډن زیاتوي:« امریکا په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پای ته ورسوله،چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.موږ خپل هغه مسوولیت هم بشپړ کړ،چې له ۱۲۰ زرو زیات کسان مو خوندي ځای ته ولیږدول. دا شمیر تر هغې زیات دی،چې خلکو یې تصور درلود.»

 بایډن وايي،۹۰ سلنه هغه  کسان چې باید له افغانستان ووځي، وتلي  او د پاتې کسانو لپاره یې تر اوسه پورې کومه ټاکلې نیټه نه ده ورکړې.

 هغه وايي، د تېر حکومت د پیاوړتیا په تړاو یې ټول ګومانونه ناسم راوختل.

بایډن زیاتوي،‎:«زموږ ګومان دا وو،چې افغانستان ۳۰۰ زره ځواکونه لري. موږ دا ګومان درلود،چې دغه ځواکونه دوه لسیزې په ډېره پرمختللې بڼه روزل شوي وو. زموږ ګومان دا وو،چې هغوی به د طالبانو پر وړاندې ډېره مبارزه وکړای شي،خو زموږ دا ټول ګومانونه ناسم راوختل.»

د بایډن په وینا شااوخوا ۱۰۰ یا ۲۰۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې پاتې دي،خو هغوی چې هر وخت و غواړي وتلای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist