Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کار او ټولنیزو چارو وزارت: نور هېوادونو ته د افغان کارګرو د تګ لړۍ اسانه کولو لپاره هڅې کوو

کار او ټولنیزو چارو وزارت: نور هېوادونو ته د افغان کارګرو د تګ لړۍ اسانه کولو لپاره هڅې کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/03

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي یو شمېر افغان کارګر هغو هېوادونو ته واستوي چې له کاری اړخه بشري قوې ته اړتیا لري.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، له تېرو درېیو کالو راهیسې هڅه کوي د افغان کارګرو لپاره نورو هېوادونو کې د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

د ابراهیمي په خبره، دغه ګام یې په هېواد کې د روانې بېروزګارۍ او بېوزلۍ کچې راټیټولو په موخه پورته کړی.

هغه په دې اړه وايي:« د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د بېکارۍ کچې راټیټولو په موخه، بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د خلیج حوزې هېوادونو ته د افغان ماهرو کارګرو د استولو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قطر هېواد ترڅنګ، عمان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او نورو هېوادونو کې هڅه کوي افغانانو ته په دې هېوادونو کې په قانوني توګه د کار زمینه برابره کړي.»

ابراهیمي دغه راز وايي، په ټول هېواد کې د ۵۲ مسلکي مرکزونو له لارې د برېښنا، موټرو ترمیم او خیاطۍ په ګدون په ۷۰ بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د عملي زده ‌کړو زمینه برابره شوې او دا مهال زرګونه هېوادوال په کې په زده کړو بوخت دي.

یو شمېر هېوادوال بیا د یاد وزارت له دې هڅو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې له نورو هېوادونو سره دې هم ورته هوکړه لیکونه لاسلیک شي؛ ترڅو په هېواد کې د روان بد اقتصادي وضعیت پر مخنیوي سربېره، کاري فرصتونه زیات شي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالجبار ساحل وايي: « افغانان کار ته اړتیا لري او د هېواد په داخل کې دومره ظرفیت نه شته چې ټول کادرونه او کارګر په کې پر کار بوخت شي، نو د دې لپاره اړتیا ده چې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه هغو عربي هېوادونو سره تړونونه لاسلیک شي چې بشري ځواک ته اړتیا لري.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عید محمد وايي: « باید د افغان ځوانانو د بېکارۍ کچه ټیټه شي، دغه کار به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي. ځکه دلته ډېر کادرونه شته، مسلکي کارګر لرو خو د بېکارۍ کچه لوړه ده او دغه کار کولی شي د بېکارۍ کچه ټیته کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي له اسلامي امارته غواړي چې له هرڅه مخکې افغان کارګر له مسلکي اړخه پر پښو ودروي او بیا یې نورو هېوادونو ته د کار لپاره ولېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی شهسوار سنګروال  وايي: « دا کار نه یوازې له دې امله ښه دی چې دغه ځوانان به خپلو کورنیو ته عاید ترلاسه کړي، بهرني اسعار او پيسې به هم هېواد ته راشي. زه فکر کوم دا کار به په اقتصادي لحاظ ډېر ارزښت ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « که چېرې د هېواد په داخل کې د کار زمینه برابره شي او دغه ځوان په کور دننه په کارونو بوخت او د هېواد په آبادۍ کې ترې ګټه واخیستل شي، دا به تر هغې ډېره ښه وي. په دې سره به هم زموږ هېواد پرمختګ وکړي او موږ به خپل کاري ځواک هم له لاسه نه ورکوو.»

 له دې سربېره، د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو سره سم ډېری چارواکو له نړيوالو او بهر مېشتو افغان کډوالو په ځلونو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ ترڅو په اقتصادي برخه کې له ځان بساینې سربېره، مسلکي او نیمه مسلکي کارګرو ته کاري فرصتونه برابر او په هېواد کې د بېکارۍ کچه را کمه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist