Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي له ازبېک چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې

حنفي له ازبېک چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/02

د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ازبېکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې له د ازبېک چارواکو سره د لیدنو پرمهال غوښتنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې کړي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا له خبرو سربېره، د کانونو پر استخراج، افغان  ټرانس پروژې او اړونده مسایلو خبرې کړې.

د ازبېکستان لومړي وزیر مرستيال ويلي، د رېل پټلۍ اړوند افغان – ټرانس پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو ښکېلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ولري.

عبدالسلام حنفي بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  حمدالله فطرت د دغو کتنو په اړه وايي: « د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. د ازبېکستان لومړي وزیر د افغانستان او نورو هېوادونو د کانونو د استخراج او نورو سوداګریزو توکو د ټرانزیټ په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده او د افغان – ټرانس لویې پروژې پر عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ یې دخیلو هېوادونو ته د دغې پروژې د ګټو په اړه مالومات ورکړل. په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي صاحب د ازبېکستان لومړي وزیر د همکاریو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.»

فطرت زیاتوي، ازبېکستان ته د حنفي سفر د دې هېواد په بلنه شوی او په لړ کې به یې له ازبېک چارواکو سره د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې وشي.

د سیاسي چارو کارپوهان دا ډول سفرونه د اړیکو پراختیا لپاره مهم بولي او زياتوي، په دې وروستيو کې داسې ښکاري چې تاشکنت له کابل سره د اړیکو پراختيا ته لېواله دی.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « ازبېکستان غواړي د افغانستان له اسلامي امارت او افغانانو سره ښې اړیکې ولري. هرڅومره چې دغه شان سفرونه او لیدنې زیاتې شي، د افغانستان اسلامي امارت او خلکو پر ګټه دي.» 

ازبېکستاني چارواکو تر اوسه د دې ليدنو په اړه څه نه دي ویلي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، د دې سفر یوازینۍ موخه ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتيا سربېره د اقتصادي پروژو په پلي کولو کې له افغانستان سره د ازبېکستان د همکاريو جلبول وي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو ته وده ورکول، د اقتصادي او پرمختیايي پروژو لپاره عملي ګامونه پورته کول دي.»

ازبېکستان يو له هغو هېوادونو دی چې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري.

سره له دې چې تېره تله (میزان) میاشت کې یې عبدلغفاربحر د افغانستان د شارژدافېر په توګه ومانه، خو لایې هم د نورو هېوادونو په څېر سرپرست حکومت پر رسمېت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist