Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: تمه لرو تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې سوله وشي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/19

خلیلزاد: تمه لرو تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې سوله وشي.

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تمه لري چې د ولسمشریزو ټاکنو څخه مخکې به له طالبانو سره سوله وشي.

د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

کابل کې له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هڅه کوي چې تر هرڅه ژر د سولې برخه کې پرمختګ ته ورسېږي.

خلیلزاد چې د راپورنو له مخې په قطر او عربي هېوادونو کې يې له طالب استازو او ځيني نورو ښکېلو غاړو سره مهمې خبرې کړي هیله مند دی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو افغانان په خپل منځ کې روغې جوړې ته ورسېږي.

خلیلزاد ویلي، د افغان سولې لار او نقشه دا ده چې داسې افغانستان وي چېرته چې هر افغان خپل حقوق ولري او له دې هېواد څخه نړیوالې ټولنې ته هېڅ ګواښ نه وي متوجې.

اسوشیټډ پرس اژانس د ځينو سرچینو په حواله لیکلي، چې په قطر کې خلیلزاد له طالب استازو سره په ناسته کې د ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ، د موقتي حکومت په جوړښت، د طالب زندانیانو په ازادېدو، اوربند او د سولې د خبرو په څرنګوالي هم خبرې کړي دي.

د طالبانو دریځ 

طالبانو هغه رپوټونه رد کړې چې ګنې له امریکا سره یي په افغانستان کې په لنډ مهاله دولت او ټاکنو ځنډولو خبرې کړي دي.

د طالبانو له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د امریکا له پلاوي سره خبرې کړي خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی به هر ډول مالومات له ولس سره شریکوي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

وروستي خبرونه

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist