Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د بهرنیو نظامي ځواکونو حضور پای ته ورسېد

admin by admin
2021/08/31

نن د اګسټ ۳۱ مه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور پای ته ورسېد او افغانستان په بشپړه توګه د طالبانو تر واک لاندې شو.

پرون شپه ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل او امریکا شل کلنه جګړه ظاهراً پای ته ورسوله.

په دې سره افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت پای ته ورسېد، چې طالبان یې اشغال بولي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون ویلي، له افغانستانه یې خپل ټول ځواکونه وایستل.

طالبانو تېره شپه له امریکا د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په خوشحالۍ کې هوایي ډزې هم وکړې، چې خلکو ته یې اندېښنې هم پیدا کړې.

امریکا ویلي، په افغانستان کې یې د شلن کلن ماموریت د پای سره سم نوی فصل پیل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، د افغانستان په تړاو یې نوی فصل پیل شو، چې سر له ننه په افغانستان کې خپل سیاسي حضور وځنډاوه او دیپلوماتان یې قطر ته ولېږدول.

انتوني بلینکن ویلي، اوس باید طالبان خپلې کړې ژمنې عملي کړي، چې سیاسي مشروعیت او ملاتړ ترلاسه کړي.

بلینکن ویلي، له دې وروسته افغانستان سره د دیپلوماسۍ له مخې چلند کوي، خو طالبانو ته یې وریاده کړې، چې خپلې ژمنې پوره کړي او خلکو ته د سفر کولو ازادي ورکړي، د مېرمنو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او پرې نږدي، چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist