Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوتین: غواړو له اسلامي امارت سره اړیکې لا پراخې کړو

پوتین: غواړو له اسلامي امارت سره اړیکې لا پراخې کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/30

د ګډ امنیتي تړون سازمان(سي.اېس.ټي.او) غړیو هېوادونو د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې د وسله ‌والو ډلو د شتون په اړه اندېښنه لري.

د روسیې ټاس خبري آژانس د یادې اعلامیې په حواله لیکلي، په افغانستان کې شته ترهګرې ډلې د یاد سازمان غړیو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ دی.

د ګډې اعلامیې یوه برخه:« موږ په جدي ډول په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په برخه کې له ترهګرو ګواښونو اندېښمن یو. دې ته په اشارې چې په افغانستان کې شته ترهګرې ډلې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ دی.»

په اعلامیه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د داسې ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو سپارښتنه شوې چې په کې د ټولو ټولنیزو او مذهبي ډلو ګټې خوندي وي او د زده کړو او کار په ګډون د ښځو او نجونو او دغه راز ټولو افغانانو د اساسي حقونو په وړاندې خپل مسولیتونه اداء کړي.

ورته مهال، د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د همدې سازمان د ګډې ناستې په څنډه کې که څه هم د افغانستان وضعیت پېچلی بللی خو وايي، دغه وضعیت د ثبات خواته روان دی او دی هیله لري چې له سرپرست حکومت سره شته دوه اړخیزې اړیکې لاپراخې کړي.

پوتین زیاته کړې:« سره له دې چې په افغانستان کې وضعیت پېچلی دی؛ خو موږ هيله لرو له افغانستان سره پیاوړې اړیکې ورغوو. موږ په حقیقت سترګې نه شو پټولی چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات خواته روان دی. موږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دغه اړیکې به په راتلونکي کې لاپسې پراخې شي.»

د اسلامي امارت ویاند د وسله ‌والو ډلو د حضور او فعالیت په تړاو د ګډ امنیتي تړون سازمان د غړیو هېوادونو اندېښنې بېځایه او د تعجب وړ ګڼي او وايي، افغانستان دا مهال تر بل هر وخت امن دی او له دې ځایه بل هېواد ته د زیان او ضرر اوښتو احتمال نه لیدل کېږي.

ذبیح‌ الله مجاهد د روسیې ولسمشر څرګندونو ته په اشارې وايي، سرپرست حکومت له دې هېواد سربېره د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د رغنده اړیکو په لټه کې دی.

مجاهد زیاتوي: « موږ د ګډ امنیتي تړون سازمان تشویش واورېده خو په ځای یې نه بولم؛ افغانستان اوس امن دی او له دې ځایه هېڅ هېواد ته زیان او ضرر نه رسېږي. بله خبره دا ده چې افغانستان کې یو واحد نظام حاکم دی چې په ټوله خاوره کنټرول لري. دغه ډول تشویشونه له تېرو درې نیم کالو راهیسې شته، خو سره له دې چې چا ته ضرر نه دی رسېدلی مګر بیا هم تشویش ښودل کېږي، دا د تعجب وړ ده او داسې یې بولو چې ځینې هېوادونه د افغانستان د امنیت په اړه په لوی لاس تبلیغات کوي او یا سم معلومات ورته نه رسېږي. دویمه خبره دا ده چې د افغانستان او مسکو اړیکې په ډېر ښه حالت کې دي او موږ کوشش کوو چې له ټولو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مثبتې او ښې وي.»   

ورته مهال، د ترکیې انادولو خبري آژانس د دې غونډې په حواله لیکلي، د ګډ امنیتي تړون سازمان د سوله ‌ییز، خپلواک، متحد او له جګړې، ترهګرۍ او نشه ‌یي توکو پاک افغانستان ملاتړ کوي او له اوسنیو چارواکو غواړي چې له ترهګرۍ او نشه ‌یي توکو سره خپله مبارزه لا ګړندۍ کړي.

د دې ترڅنګ، ګډ امنیتي تړون سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې له افغانستان سره د بشري مرستو او بنسټیزو پروژو د رغولو او پراختیا په برخه کې مرستې یاتې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي: « روسیه له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو ته لېواله ده، ځکه روسیه هم په اقتصادي او هم په سیاسي او امنیتي ډګر کې له افغانستان سره اړیکو جوړولو ته ضرورت لري. همدارنګه افغانستان له روسیې سره د یوه داسې ابر قدرت په توګه چې په سیمه کې د اړیکو یوه سابقه هم لري، د ښو اړیکو لپاره هم زمینه مساعده ده او هم لېوالتیا موجوده ده.»

د ګډ امنیتي تړون د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خپره شوې اعلامیه کې دغه راز راغلي، د افغانستان اقتصادي پرمختګ او د نړیوالې ټولنې په اقتصادي سیسټم کې یې ادغام د نړۍ پر ګټه دی او له نړیوالې سولې او ثبات سره مرسته کولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist