Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان پیلوټ معین خان وردګ له ۴۰ کلن کاري خدمت وروسته تقاعد شو

افغان پیلوټ معین خان وردګ له ۴۰ کلن کاري خدمت وروسته تقاعد شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

افغان پیلوټ معین خان وردګ د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۶ مه)  د هوايي الوتنو وروستۍ ناسته ترسره کړه چې له بېلابېلو تجربو ډک ۴۰ کلن کاري مزل يې پای ته ورسېده او رسما ً تقاعد شو.

کپټان معین خان وردګ چې له شاوخوا ۴۰ کالو راهیسې د بېلابېلو دولتي او خصوصي هوايي شرکتونو سره د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې، وروستۍ دنده یې د کام ایرهوايي شرکت سره وه چې د همدې شرکت له لوري یې د خدمتونو ستاینه وشوه.

د یاد شرکت مسوولینو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې نوموړي ته ځانګړي مراسم نیولي او وروستۍ ناسته یې د ابو پر پاشلو بدرګه کړه.

همکاران یې نوموړی اصولو او مسلکي کاري برخې ته ژمن کس بولي او وايي، معین خان په دې اوږده موده کې هېڅ راز سختو شرایطو خپل مسلک ته له ژمنتیا نه دی په شا کړی.

معين خان وردګ که څه هم په دې برخه کې د ۴۰ کلنې بریالۍ دندې ترسره کولو له امله خوښ دی؛ خو وايي له همکارانو بېلېدل ورته خواشینونکې او له خپګانه ډکې شېبې دي.

هغه زیاتوي: « زما لپاره دوه خبرې دي، هم خوښ یم او هم خفه. خوښ په دې یم چې هېواد ته مې ۴۰ کاله صادقانه خدمت وکړ. خفه په دې یم چې په دې محیط کې چې ما ژوند کړی، ډېر دوستان او ملګري مې پیدا کړي، له دوی جلا کېدل خامخا درد لري.»  

کپټان معین خان وردګ د پیلوټۍ دنده سپېڅلې او له مسوولیت ډکه بولي او په خبره یې ځوان نسل چې دې ډګر ته راځي، باید پوره ژمنتیا ولري.

وردګ زیاته کړه: « طبعا ً په هر کار او مسلک کې ستونزې او تکلیفونه وي، خو ګټې هم لري. زه ځوانانو پیلوټانو ته وایم چې پیلوټي ډېره مقدسه خو ستونزمنه دنده ده او باید په ایماندارۍ یې ترسره کړي.»

دغه افغان پيلوټ چې اوس د یوه متقاعد او مجرب پيلوټ په توګه یادیږي وايي، غواړي په دې مسلک کې ترلاسه کړې تجربې له نورو افغان پیلوټانو سره شریکې کړي، ترڅو تکړه او په کار پوه مسلکي کادرونه وروزي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist