Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د نوم او مقام ستاینه وشوه

کابل کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د نوم او مقام ستاینه وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استادانو د ادب او اسلامي فرهنګ د پراختیا په برخه کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي مقام ته د درناوي په موخه غونډه رابللې وه.

د پوهنتون استادانو د ادب او اسلامي فرهنګ د پراختیا په برخه کې د مولانا جلال ‌الدین محمد بلخي نوم او مقام وستایه او په خبره یې، د مولانا بلخي د کارونو او فعالیتونو درناوی د تاریخي ویاړونو درناوی دی او په دې اړه د ځوانانو پوهاوی مهم دی.

د یوه خصوصي پوهنتون علمي مرستيال ابراهيم ساپی وايي: « ډېره هڅه وکړئ داسې خبرونه او مسایل خپاره کړی چې د افغانستان د خلکو او دولت پر ګټه وي.»

د پوهنتون استاد رشاد عظیمي وايي: « د مولانا د افکارو د میراث لرونکو په توګه موږ او اکاډمیک بنسټونه مسوولیت او مکلفیت لرو چې د بلخي مولانا افکار او ذهني پانګه د بشري ژوند په مختلفو اړخونو کې تر غور، څېړنې، شرح او تفسیر لاندې ونیسو.»

ځینې نور استادان هم مولانا جلال الدین محمد بلخي د معنویاتو، اخلاقو او فکري شتمنۍ سمبول بولي او دغه راز مولانا د ټولې انساني نړۍ ګډه شتمني یادوي.

دوی د مولانا د کړنو او فعالیتونو له ستایني سره وايي، نوموړي د اسلامي فرهنګ او علومو د پراختیا په برخه کې ستر خدمتونه کړي او ارزښتناک آثار ترې را پاتې دي.

د پوهنتون استاد دوکتور مصطفی عاقلي وايي: « زموږ ګاونډی هېواد ایران بلکې په چین، هند او نورو هغو ټولو سیمو کې چې موږ یې غیر غرب بولو، باید دا موضوع په پام کې ونیول شي چې اړتیا نه شته باید علم او معرفت نړۍ شمول وي یا هم له یوې ځانګړې بېلګې څخه پيروي وکړي چې هغه هم باید غربي بېلګې وي.»

د پوهنتون استاد دوکتور باقر حسیني وايي: « یو بحث حقانیت، حقیقت، صداقت او د خبرونو روڼتیا ده؛ بل بحث الهام بښنه او لارښوونه ده.»

مولانا په ۶۰۴ هجري قمري کال په بلخ کې زیږېدلی. نوموړی ژبور او عارف انسان و. هغه د خپل عمر په ۶۶ کلونو کې ۶ زره بیتونه ليکلي. مثنوي او معنوي او د شمس تبریزي دېوان يې مشهور ليکلي آثار دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist