Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډېکر اسلامي امارت ته؛ که مشروعیت غواړئ د خلکو ملاتړ خپل کړئ

ډېکر اسلامي امارت ته؛ که مشروعیت غواړئ د خلکو ملاتړ خپل کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهيسې، د سیمې او نړۍ هېوادونه ادعا کوي چې اسلامي امارت د عامو افغانانو حقونه نقض کړي، خو اسلامي امارت هرځل دغه ادعاوې رد کړې دي.

د دې ترڅنګ، د اسلامي امارت پر مشروعيت او رسميت پېژندنې هم په سيمه ‌ييزه او نړيواله کچه بحثونه شوي، خو په پايله کې يې له اسلامي امارت د بشري حقونو رعايت، داخلي مشروعيت ترلاسه کول او د عامو افغانانو د ملاتړ خپلولو غوښتنې شوې.

د همدې غوښتنو په لړ کې، تازه د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډېکر په یوې مجازي ناسته کې خبریالانو ته ویلي، اسلامي امارت دې د مشروعیت ترلاسه کولو په موخه له خلکو سره اړیکې ښې کړي او د هغوی ملاتړ دې ترلاسه کړي.

ډېکر په افغانستان کې د خلکو  اوپه ځانګړي ډول د افغان ښځو اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، ښځې په افغانستان کې له ګڼو محدویتونو سره مخ دي.

ډېکر زیاته کړې:« د مشروعیت په اړه خبره دا ده چې دا د امریکا یا د نړۍ بل هېواد دنده نه ده چې افغانستان ته ووایي، باید څنګه حکومت ولري او یا هم حکومت څه وکړي؟ بلکې دا په خپله د حکومت دنده ده چې د خپلو خلکو استازی و اوسي او له خلکو سره پر ښو اړیکو سربېره د هغوی ملاتړ له ځانه سره ولري.»

د ډېکر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د اسلامي امارت چارواکي څه نه وايي، خو د نظر خاوندان بیا په افغانستان کې د حکومتولۍ بحث د افغانانو اړوند مساله بولي او په دې اړه د نړۍ اندېښنې بې ځایه او په تکراري ډول د فشار راوړلو غوښتنې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « د امریکایانو دغه پیغام سیاسي موج سواري ده. د حکومتوالۍ او حکومت جوړونې بحث د افغانستان په ملت پورې اړه لري. که نن ورځ هغوی د غزې او فلسطین په څېر سیمه ییزو جګړو کې ځانونه ښکېل کړي، آيا هغوی بشر نه دي ترڅو امریکایان یې په اړه پيغام ولري. افغانستان ته نصیحت کوي چې له خپلو خلکو سره څه ډول چلن وکړي ترڅو له سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل ښه شي. سرپرست حکومت هم باید خپل کمزوري ټکي د پياوړتیا په ټکو بدل او خلکو ته مراجعه وکړي.»

ځینې نور بیا وايي، په افغانستان کې د خلکو حقونو خوندیتوب د اسلامي امارت مسوولیت دی او په خبره یې د دې ترڅنګ دې اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو پاللو لپاره هم ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی وايي: « اسلامي امارت مسوولیت او مکلفیت لري چې د خپلو وګړو حقوق ورکړي، ښه حکومتولي وکړي او په ورته وخت کې له نړۍ سره د ښو اړیکو جوړولو لپاره کوټي ګامونه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د اسلامي  امارت چارواکو بار بار په افغانستان کې د عامو افغانانو حقونو ته د درناوي ډاډ ورکړی او د ترهګرۍ په اړه يې د هېوادونو اندېښنو رفع کولو په موخه دا هم ويلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist