په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي (یوناما) وايي، په افغانستان کې د عدالت د تامین او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.
یوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت له اسلامي امارت یوځل بیا غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره ګامونه پورته کړي.
یوناما د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې سره په یوه ګډه خبرپاڼه له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې د ښځو له حقونو او بنسټیزو آزادیو د سرغړونو سیسټماټیک بهیر ودروي.
خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له خولې ویل شوي، د افغانستان ښځې او نجونې په یوه حساس پړاو کې دي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځ ته کولو په موخه بېړنيو اقداماتو ته اړتیا لرو.»
سرپرست حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له دې مخکې يې ویلي و، چې د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي.