Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه کې مېشت یوه افغان سوداګر طبیعي پېښو سره د مبارزې له ملي ادارې سره د ۴۸ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې

روسیه کې مېشت یوه افغان سوداګر طبیعي پېښو سره د مبارزې له ملي ادارې سره د ۴۸ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/25

وخت ناوخت د اړتیا وړ لومړنیو خوراکي توکو مرستې د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویه ادارو، مرستندویه بنسټونو او افغان سوداګرو له لوري په هېواد کې ترسره کېږي.

اړمنو ته د مرستو وېش په دوام، په مسکو کې د یوه مېشت افغان سوداګر له خوا چمتو شوې ۴۸ ټنه خوراکي توکو مرسته چې په کې ۳۰ ټنه اوړه، ۱۵ټنه وریجې او ۳ ټنه غوړي شامل دي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ته وسپارل شوه.

د یادې ادارې چارواکي وایي، دغه مرستې به په هغو ۶۰۰ مستحقو کورنیو ووېشل شي چې په بېلابېلو ولایتونو کې طبیعي پېښو ځپلې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې سرپرست نورالدین ترابي وايي: « زموږ د ادارې مرستې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کسانو لپاره دي. په دغو پېښو کې زلزلې، سېلابونه، اورلګېدنې او تر ۳۵ ډولونو پورې پېښې شاملې دي. موږ په لومړي ګام کې د دغو پېښو له امله زیانمن شویو کسانو ته مرستې وېشو او کله چې د دوی اړتیا پوره شي، بیا یې غیر زیانمنو کسانو ته هم وېشو. خو له پېښو زیانمن شوي کسان ډېر دي، همدا پرون په اوو شمالي ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې زیانونه اړولي.»

ورته مهال، یو شمېر اړمن له دغو مرستو خوښ دي، خو په خبره یې ډېری دغه مرستې تر مستحقو کسانو نه رسېږي.

 د دوی په خبره، نړیوال بنسټونه باید خلکو ته د دایمي کار زمینه برابره کړي.

د فواد په نوم د کابل ښار اوسېدونکی وايي: « حق حقدار ته نه ورکول کېږي بلکې هغه چاته رسېږي چې مستحق نه وي؛ ما دغه څه په خپلو سترګو لیدلي. له سوداګرو او مرسته کوونکو غواړم خپلې مرستې مستحقو کسانو ته ورسوي.»

ضامن علي دغه مرستې کافي نه بولي او د کار غوښتنه کوي: « دغه مرستې تر یوې میاشتې پورې زموږ اړتیا پوره کوي. موږ غواړو کار وکړو او د کار زمینه راته برابره شي.»

که څه هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې چارواکي د خپلې ادارې اړوند مرستو کې لاسوهنه ردوي؛ خو دا مني چې د بهرنیو موسسو له لوري په وېشل کېدونکو مرستو کې لاسوهنه کېږي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې سرپرست په دې اړه وايي: « یو شمېر ادارې او موسسې داسې دي چې عدالت او شفافیت نه شته په کې. زه د خپلې ادارې له خوا اطمینان درکوم؛ که څوک زموږ د مرکزي او ولایتي کارکوونکو د خیانت په اړه معلومات لري، ماته دې یې په اړه معلومات راکړي چې په بدخشان، کندهاریا کوم ولایت یې دغه کار کړی. زه د خپلې ادارې په اړه دغسې اطمینان درکوم.»

له دې سره، د یادې ادارې چارواکي زیاتوي، د تازه طبیعي پېښو له امله د کندوز او بلخ په درېیو ولسوالیو کې ۶۰۰ کورنۍ زیانمې شوې دي.

د دوی په خبره، دغه مرستې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو لپاره بسنه نه کوي او په خبره یې، باید په کور دننه سوداګر، خیریه بنسټونه او نړیوالې موسسې خپلې مرستې زیاتې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist