Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حيرتان بندر کې واردات او صادرات له سره پيل شوي

admin by admin
2021/08/25

بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایی چې له ازبیکستان سره پر پوله پروت حيرتان سوداګريز بندر کې تجارتي راکړه ورکړه بيا پیل شوې ده.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايي مرستيال محمد حسن انصاري شمشاد ته وویل چې اوس مهال له ازبیکستان څخه خوراکي او نور اړتيا وړ توکي د موټرو او کښتيو په وسيله واردېږي او ژر به د اوسپنې پټلۍ سوداګريزه لار هم بيا ځلي پرانیستل شي. 

هغه وویل: «حيرتان بندر د وارداتو او صادراتو پر مخ پرانیستی دی. اوسمهال واردات د موټرو او کښتيو په وسيله ترسره کېږي، چې ډېری واردات يې ارتزاقي مواد دي. په مقابل کې له دې طرف نه هم موږ صادرات درلودل په تېرو دوه ورځو کې. خو لا هم د اوسپنې پټلۍ له لارې تجارتي راکړه ورکړه نه ده پیل شوې.»

په ورته مهال مزارشریف کې، يو شمېر هټيوال له طالبانو غواړي چې د خلکو اقتصادي ستونزو د حل لپاره دې ډېره پاملرنه وکړي.

رازمحمد مزارشريف کې د خوراکي توکو دوکان لري. هغه شمشاد ته وویل چې د امنيت له اړخه خلک ډاډمن شوي او اوس يې وخت دی څو بازارونه کنټرول او د خلکو اقتصادي اړتياوې پوره شي. 

عادل وویل: «طالبان بايد کوشش وکړي چې د تېر په څېر بهرنۍ مرستې راجلب کړي او همدا راز سوداګريز بندرونه پرانيزي. د افغانستان خلک امنيت او اقتصاد ته ډېره اړتيا لري چې له ښه مرغه امنيت ډاډمن شوی او اقتصاد هم بايد پیاوړی شي.»

له دې سره بلخ کې يو شمېر سوداګر وايي چې هيواد کې د اقتصادي څرخ د بيا ګرځېدو لپاره د بانکونو او سوداګريزو پولو پرانيستل اړين دي. 

طالب چارواکو وار له مخه څرګنده کړې چې له ټولو ګاونډيو او نړيوالو هيوادونو سره د متقابل احترام پر اساس د اړيکوټينګولو پلويان دي.

دوی همدا راز ویلي چې افغانانو ته به له اقتصادي، امنيتي او ټولنيز اړخه ډاډمنه فضا رامنځته کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist