Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زده کړیالان له اسلامي امارت د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کولو غوښتنه کوي

زده کړیالان له اسلامي امارت د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/21

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیالان را ټول شوي او د یوي غونډې پر مهال د رسنیو او حکومتي ادارو د مسوولینو په توګه رول تمثيلوي.

دوی د دې تمثيل موخه د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې يادوي او په خبره يې، په دې توګه غواړي خپل زده کړي مهارتونه په عملي توګه تمثيل کړي.

زده کړیالان غوښتنه کوي چې په پوهنتونونو کې دې پر زده کړیالانو د نظري زده کړو تر څنګ عملي برخه کې هم کار وشې، ترڅو له فراغت وروسته په بشپړه مسلکي توګه ټولنې ته وړاندې شي.

د سید محمد صحرابي په نوم زده کړیال وايي: « زده کړیالان په دې پوه شول چې خپلې نظري زده کړې په عمل کې پلې کړي. د نني پروګرام عمومي موخه د زده کړیالانو د نظري او عملي زده کړو سره نښلونه ده.»

یو بل  زده کړیال زلمی ځلاند وايي: « په دې برخه کې دولتي او خصوصي سکټورونه کافي ونډه ولري او زده کړیالانو ته دا فرصت برابر کړي چې هغه لوست چې دوی یې په تیوري برخه کې کوي، په عمل کې یې پياده کړي. دغه کار د زده کړو په جریان کې مهم رول لوبوي.»

په ورته مهال، د پوهنتون استادان وايي، له دې کار يې يوه موخه دا هم ده چې په عملي توګه د زده کړیالانو ظرفيت لوړ شي.

د دوی په خبره، ژورنالېزم یو سپېڅلی مسلک دی او باید په دې برخه کې پر زده کړیالانو زیات کار وشي.

د پوهنتون استاد بابکرخېل وايي: « زموږ د نن ورځې د پروګرام موخه د زده کړیالانو د عملي ظرفیتونو لوړونه ده. د دې ترڅنګ چې زده کړیالان له نظري پلوه زده کړې کوي، باید موضوعات په عملي بڼه هم زده کړي. د مطبوعاتي کنفرانس شبیه سازي د رسنیو په اړه یوه مهمه برخه ده.»

هڅه مو وکړه په پوهنتونو کې د زده کړیالانو د ظرفیت لوړولو په اړه د لوړو زده ‌کړو وزارت نظر هم ولرو خو وياند يې زموږ اړيکې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ويلي و چې په پوهنتونونو کې د زده کړیالانو ظرفیت لوړونه د دې وزارت په کاري لومړېتوب کې ځای لري او په دې برخه کې ډېر کار شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist