Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د تېر حکومت کارکوونکي دې بېرته کارونو ته ستانه شي

admin by admin
2021/08/24

د اسلامي امارت د ارشاد او دعوت کمیسیون غړو په کابل کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲ مه»  له  دیني علماوو سره ناسته وکړه. 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، د تېر حکومت ټول کارکوونکي دې بېرته کارونو ته راوګرځي او ژمنه یې کړې،چې د دوی له خوا به له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي.

مجاهد زیاته کړه:« عالمان باید خلکو ته ډاډ ورکړي،چې راتلوونکی حکومت به د ټولو وي. د یوه قشر به نه وي. ټول خلک دې هېله ولري، چې کوم نظام راځي، د خلکو خدمتګار به وي.»

طالب ویاند هغه ګنګوسې هم رد کړې،چې ګواکې له هېواد نه وسلې او پوځي او وسایط قاچاق کېږي او یا د خلکو لوڼې په زور په نکاح کېږي.

هغه د یو موټي او متحد افغانستان لپاره ټینګار وکړ چې ګوندي، ژبني او مذهبي توپیرونه دې یوې خوا ته کېښودل شي او ټول دې د افغانانو په نوم سره راټول شي.

دې طالب چارواکي د راتلونکې نظام په اړه له علماوو غوښتنه وکړه چې خلکو دې د نظام ملاتړ ته وهڅوي.

مجاهد زیاتوي:« خپلو خلکو ته باید   له اسلامي نظام سره د  درېدلو او ملاتړ په اړه تلقین ورکړو، ترڅو خلک نور په وېره او اضطراب کې پاتې نه شي.» 

په ورته وخت کې  دیني عالمان له طالبانو  د یو ټول شموله حکومت جوړېدو غوښتنه کوي.

دیني عالمان وايي، د طالبانو په واکمن کېدو سره ټول هېواد کې سوله تامين شوې او په اوسني وضعیت کې د جګړې بیا پیل لپاره هره هڅه بغاوت بولي.

ذبیح اله مجاهد وویل، د هېواد اقتصاد پیاوړتیا لپاره ځانګړې او جامع برنامې لري،چې په پلې کولو  سره به یې د هېواد او خلکو اقتصاد پیاوړي شي.

 هغه د ټاپي په څېر لویې اقتصادي پروژې اړینې یادې کړې او زیاته یې کړه،چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو ترمنځ د وصل لاره ده .

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist